د عقابان هندوکش پر وړاندې د موج‎های آمو هیجانوونکې سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۱۸ نېټې له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. دا د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې د ډله‎ییز پړاو «الف» ډلې دوهمه سیالۍ ده. 

د عقابان هندوکش پر وړاندې د موج‎های آمو هیجانوونکې سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۱۸ نېټې له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. دا د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې د ډله‎ییز پړاو د «الف» ډلې دوهمه سیالۍ ده. 

موج‎های آمو د هېواد د سهیل ختیځ زون څخه استازېتوب کوي. تېر کال، آمو ډېر ښه وځلېد او و یې کولا شو په پرله‎پسې توګه د دوهم ځل لپاره د افغانستان غوره لیګ نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي. مګر د افغانستان غوره لیګ د ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو کې یې د سیمرغ البرز او د میوند اتلان څخه ماتې وخوړل او څلورم مقام یې خپل کړ. د موج‎های آمو لوبډلې روزونکي، طاهر منوري وویل: «د ۱۳۹۵ کال په پرتله، آمو ۱۲ نوي لوبغاړي په خپل ترکیب کې زیات کړه. دا لوبغاړي د هېواد د شمال ختیځ زون ستوري دي چې د فوټبال ډېر ښه استعداد لري.» هغه زیاته کړه: «موږ په کابل ښار کې د فوټبال ډېر اساسي تمرینونه ترسره کړي او د خپلې لوبډلې د وړتیاوو زیاتوالې لپاره مو پنځه ملګریزې سیالۍ ترسره کړې.»

جبار عرب زاده، محبوب الله کاکړ، دل آغا، او هدایت احمدي د موج‎های آمو ځینې پېژندل شوي لوبغاړي دي. 

عقابان هندوکش لوبډله، د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۳ کال اتل، د ټولو هڅو او د هغو بدلونونو سربېره چې د خپلې لوبډلې په ترکیب کې یې رامنځ ته کړه، بریالې نه شوه چې په پنځم څپرکې کې کومه د پام وړ لاسته راوړنه ولري. د شاهین آسمایي تجربه لرونکي بریدکوونکي وویل: «عقابان د خپلې لوبډلې په ترکیب کې څه نا څه ۵۰ سلنه توپيرونه رامنځ ته کړي، موږ د شاهین آسمايي او ملي لوبډلې ځینې غوره لوبغاړي په خپلې لوبډلې کې ګومارلي. زموږ اصلي موخه دا ده چې د غوره لیګ شپږم څپرکې فاینل ته ورسېږو.» هغه وویل: «سږ کال، زموږ لوبغاړي او ځوان او د اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره ډېره زیاته انګېزه لري.»

زین الدین شریفي، مقدر قاضي زاده، او جمیل ناصري ځینې نوي لوبغاړي د عقابان هندوکش په ترکیب کې ګڼل کېږي. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسو کولای شئ دا سیالۍ په آنلاین توګه د افغانستان غوره لیګ له رسمي یوټیوب پاڼې څخه هم ننداره کړئ. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) لایک کړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.