د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې ډله‎ییز پړاو وروستۍ سیالي نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۶ نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون کې په لاره واچول شوه. دې سیالۍ کې، د مرکز زون استازې، عقابان هندوکش د طوفان هریرود پر وړاندې ولاړه، او د طوفان هریرود لوبډله د ۳ – ۰ پایلې سره بریالې شوه. 

څرنګه چې د طوفان هریرود روزونکي یادونه کړې وه، هغه لوبغاړو چې نن د عقابان هندوکش لوبډلې پر وړاندې د نن ورځې سیالۍ کې لوبه ترسره کړه، د نوموړې لوبډلې ذخیره لوبغاړي وه چې د خپل مهارتونو ښودنې لپاره میدان ته راغلل. مګر عقابان هندوکش، هغه لوبډله چې د خپل اصلي ترکیب سره کولای شي د ځینې تر ټولو غوره لوبډلو پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي، په دې لوبې کې د طوفان ذخیره لوبغاړو له‎خوا تر فشار لاندې راغله. د سعید مسعود ځوانانو وښودل چې د یوې بشپړې او غوره ۲۱ کسیزې لوبډلې لوبغاړي دي. 

رحمت الله خیرخواه د یو پنالټي فرصت څخه په ګټې اخیستنې چې لوبډلې یې په ۴۲ دقیقې کې د عقابان هندوکش د یو دفاع‎کوونکي د تېروتنې له امله ترلاسه کړه، د لوبې لومړی ګول ترسره کړ. لوب‎څار د لوېدیځ زون استازې په ګټه د ۱ – ۰ پایلې سره د لومړۍ نیمې پای شپېلکۍ ووهل. 

د دوهمې نیمې د پیل وروسته ډېر ژر، یار محمد ذکرخېل په ۵۲ دقیقې کې د خپلې لوبډلې دوهم ګول هم ترسره کړ او کار یې د عقابان لپاره لا ګران کړ. په داسې حال کې چې، یوازې ۱۴ دقیقې وروسته له دې، غلام رضا یعقوبی د دریم او وروستي ګول ترسره کونې سره طوفان هریرود د ۳ – ۰ پایلې سره مخکښ کړ. 

لوبه د ۳ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل. 

یار محمد ذکرخیل د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. طوفان هریرود ۶۰ سلنه لوبه په واک کې درلودل. 

د دې سیالۍ د غوره شېبو بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague)   کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبغاړو او لوبډلو تر ټولو تازه انځورونه د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼې (Afghanpremierleague.official)  کې ننداره کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.