د افغانستان فوټبال فدراسیون نن، د ۱۳۹۷ کال د لړم په ۳ نېټه، د ماښام په ۰۶:۰۰ بجو د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې رحماني بنسټ پایلوبې کوربه وو. په دې هیجانوونکې سیالۍ کې، دوې فینالېسټ لوبډلې، د لوېدیځ زون استازې او د مرکز استازې، د شاهین آسمایي طلایي اغوستونکي او طوفان هریرود، د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.

د طوفان هریرود له‎خوا د لومړۍ نیمې د پیل وروسته ډېر ژر، شاهین آسمایي د خپل سیال لوبغاړو ځاله اغېزمنه کړه او د هغو پاسونو لړۍ پرې کونې سره یې، د خپل تل‎پاتې تلن‎لارې سره سم، بریدونه پیل کړل. څرنګه چې، طوفان هریرود هم د ډېر سیسټماټیک بریدونو سره، تر خپل سیال کم را نه غی.

د دواړو لوبډلو لوبغاړي د ډېرې سترې روحیې سره، غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه. بریدکوونکي، دفاع کوونکي او په عمومي ډول، د ولوبغاړو تر منځ همکاري ډېره د ستاینې وړ وه مګر له شور او هیجان څخه ډک ګڼ‎شمېر شېبو سربېره هم، لومړۍ نیمه د ۰ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل.

شاهین آسمایي د دوهمې نیمې د پیل سره ډېر ژر د خپل سیال ګول له ګواښ سره مخامخ کړ او دې لړۍ ته یې د بې‎پایلې شاټونو سره په پرلپسې توګه دوام ورکړ خو باید وویل شي چې دا بریدونه په ښه توګه د طوفان هریرود له‎خوا په ضد بریدونو بدل شوه، مګر د نوموړې لوبډلې هلې‎ځلې هم بې‎ګټې وې.

طوفان هریرود په ۷۶ دقیقې کې د شاهین آسمایي د یوه لوبغاړي، امان الله سرداري د خطا له‎امله د یو پنالټي شاټ فرصت ترلاسه کړ خو رحمت الله خیرخواه د بې‎پروا شوټ له‎امله، دا طلایی فرصت له لاسه ورکړ. نوموړې لوبډلې د خپل سیال د ګول په لور خپل بریدونه څو ځله زیات کړل مګر د لوبې ۹۰ دقیقې پای ته ورسېدې او لوبه ۳۰ دقیقې اضافي وخت ته ولاړه.

طوفان هریرود په څرګنده ډول د یو بدلون رامنځ ته کونې په اړه ژمنه وه او په اضافي دقیقو کې د ډېر ستر مورال سره میدان ته د ننه شوه. د نوموړې لوبډلې هلې‎ځلې بلاخره په ۱۰۲ دقیقې کې د ګټې وړ شوې او رحمت الله خیرخواه د خپلې لوبډلې لومړی ګول ترسره کړ.

شاهین آسمایی د دې تاوان د جبران لپاره ډېرې هلې‎ځلې وکړې مګر بریالې نه شوه چې یو غوره برید ترتیب کړي، په داسې حال کې چې طوفان هریرود دفاعي چلند غوره کړ او د اضافي وختونو په دواړو نیمو کې د خپل دوو لوبغاړو په نه شتون کې ولوبېدل.

د اتلولۍ سرلیک مدافع طلسم بلاخره وروسته له پنځو کلونو د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووهم څپرکې کې د طوفان هریرود له‎خوا مات شو.

‌روف قادري د دې میدان د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. د سرشمېرنو پر اساس، لوبه ۵۰ – ۵۰ سلنه مساوي د دواړو لوبډلو په واک کې وه. 

د دې سیالۍ د غوره شېبو بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague)      کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبغاړو او لوبډلو تر ټولو تازه انځورونه د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼې (Afghanpremierleague.official)  کې ننداره کړئ. د غوره لیګ راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.