د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د ډله‎ییز پړاو په وروستۍ سیالۍ کې، «د اباسین څپې» د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د «طوفان هریرود» پر وړاندې ولاړی، هغه لوبه چې د ۲ – ۰ پایلې سره د طوفان په ګټه پای ته ورسېدل. 

طوفان هریرود د شاهین آسمایي پر وړاندې، چې د افغانستان روشن غوره لیګ یو له پیاوړي لوبډلو څخه ده، ډېره د پام وړ بریا ترلاسه کړه. که څه هم، دوهمې سیالۍ کې د میوند اتلان پر وړاندې هغوی ډېر کمزوري وځلېدل. نیمه‎پایلني پړاو ته د لارې موندنې لپاره دا لوبډله باید د اباسین څپې پر وړاندې د مثبت درې ګولونو توپیر سره بریالې شوې وای. 

کله چې په ۱۵ دقې کې، انور اکبري د طوفان لپاره ګول‎وهنه وکړه، نو د لوبې بهیر د دې لوبډلې په واک کې شوه. د لوبې په دوام کې، د طوفان لوبغاړو د لازیاتره ګولونو لپاره د خپل سیال د ګول په لور پرله‎پسې بریدونه ترسره کړه. د دې بریدونو سربېره په لومړۍ نیمه کې هغوی هیڅ کوم بل ګول ترلاسه نه کړ او د لوبې لومړۍ ۴۵ دقې د ۱ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدې. 

د دوهمې نیمې په لومړني شېبو کې، لوبه د ډېر ټیټ سرعت سره پیل شوه مګر طوفان د دوهم او دریم ګولونو ترسره کونې لپاره، د بشپړ برید تلن‎لارې سره خپل بریدونه له سره پیل کړه. د دې لپاره چې هغوی د ډله‎ییز پړاو څخه حذف نشي، خپله اصلي موخه یې ۳ ګولونه ټاکلې وه. 

محمد رفیع بارکزی، په ۵۲ دقې کې، د طوفان دوهم ګول ترسره کړ، دا ګول د دې لامل شو چې د اباسین څپې په پوره توګه تم شي. همدارنګه، لوبه د طوفان شدید بریدونو او د سهیل لوېدیځ د استازي د عالي دفا سره دوام وموند او په پای کې دا لوبه د ۲ – ۰ پایلې سره د طوفان په ګټه پای ته ورسېدل. 

د طوفان او میوند د ګولونو توپیر ته پاملرنې سره، د سهیل لوېدیځ استازی باید د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو سره خدای‎پاماني وکړي په داسې حال کې چې میوند د دې پایلې سره وروستي پړاو ته لاره وموندل. 

د اباسین څپې له دې ماتې سره «اتم» ترلاسه کړ. 

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ.