هغه دوې سیالې لوبډلې چې تېر کال یې هم په ډلهییز پړاو کې د یو بل پر وړاندې د ۱ – ۱مساوي پایلې سره سیالۍ ترسره کړې وه، یو ځل بیا د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې رحماني بنسټ ډلهییز پړاو څلورمې سیالۍ کې نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۱۸ نېټه، له غرمې نه وروسته ۰۶:۰۰ بجې د افغانستان فوټبال فدراسیون کې، د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.

له دې نه وړاندې، شپږو لوبډلو تر اوسه پورې د اووم څپرکې ډلهییز پړاو کې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې چې ۴ یې د «الف» ډلې څخه او دوې نورې لوبډلې یې د «ب» ډلې څخه دي. څرنګه چې نن، د «ب» ډلې دوې نورې لوبډلې، سیمرغ البرز او طوفان هریرود سیالۍ ترسره کړه چې د ۰ – ۱ پایلې سره د طوفان په ګټه پای ته ورسېدل.

سیمرغ البرز د هغه عالي چلند سره چې په لومړنیو شېبو کې یې غوره کړ او همدارنګه د توپ بېرته ترلاسه کونې لپاره د پرلپسې او ګړندي هڅو سره، په څرګنده توګه د خپلې وړتیا ښکارندویۍ په موخه دا سیالۍ د یرغل تلنلارې سره پیل کړه او د ګول په لور د لوبې دوې لومړنۍ ضربې هم د یادې لوبډلې لوبغاړو ترسره کړې چې وروسته بیا د طوفان د ضد بریدونو سره جبران شوه.

دواړو لوبډلو د لوبې لومړۍ نیمې د ۴۵ دقیقو تر پایه پورې د یو بل ګولونه د ګواښ سره مخامخ کړه او که څه هم لوبه ډېره ګړندۍ وه، او د دواړو لوبډلو د ګول په لور پرلپسې بریدونه ترسره شوه، مګر هیڅ یوې لوبډلې و نه شو کولای د فرصتونو څخه بشپړه ګټه پورته کړي.

د لومړۍ نیمې وروستیو دقیقو کې حکمت الله مرادي د طوفان لوبډلې تر ګولساتونکي زیاتره د یرغل سره مخامخ وو مګر ځان یې له لاسه ور نه کړ او څو پرلپسې ضربې چې ډېر زیات یې د ګول کېدنې امکان درلود، دفع کړې. په داسې حال کې چې ښکاره وه دواړې لوبډلې د هغې پایلې څخه چې ډېر زیات د تېر کال لوبې ته ورتهوالې لري، رضایت نه درلود؛ خو لومړۍ نیمه د ۰ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل.

د دواړو لوبډلو لوبغاړي په دوهمې نیمې کې زیاتره جدي وه مګر دې ځل هم لوبه زیاتره لومړۍ نیمې ته ورته وه تر هغو پورې چې د دوهمې نیمې د پیل ۲۰ دقیقې وروسته، د طوفان هریردو لوبغاړي، رحمت الله خیرخواه د یوې آزادې ضربې سره د خپلې سیالې لوبډلې د ګول کلپ مات کړ.

د دوهمې نیمې پاتې شېبې زیات د هیجان څخه ډکې نه وې، د دواړو لوبډلو لوبغاړي زیاتره انفرادي لوبه ترسره کول مګر باید وویل شي چې سیمرغ البرز زیاتره تر فشار لاندې وو او د ګواښونو له منځه وړنې لپاره جدي هڅو سره، همدارنګه خپلې دفاعي کرښې ته یې زیاتره پاملرنې سره، یوازې د ضد بریدونو څخه ګټه پورته کول. سربېره پر دې هم د سیمرغ هیڅ ډول هلېځلې د ګټې وړ نه شوې او هغوی و نه شو کولای د لوبې ۱ – ۰ پایلې کې کوم بدلون رامنځ ته کړي.

فرهاد عطایي او فیصل حمیدي د طوفان هریرود څخه، او نسیم مرادي، نیک قدم احمد د سیمرغ البرز لوبډلې څخه ژړ کارټونه ترلاسه کړل. لوبه ۵۵ سلنه د طوفان هریرود په واک کې وه. رحمت الله خیرخواه د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleagueڅخه لیدنه وکړئ. د خپل په زړهپورې لوبغاړو او لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.