شاهین آسمايي په راتګ لوبې کې د ۹۰ دقو پرلپسې هڅو وروسته، و نه شو کولای د حاصلات پر وړاندې د خپل ځواک څخه بشپړه ګټه پورته کړي. په داسې حال کې چې شاهین وکولای شو خپل ګول تړلی وساتي خو دا لوبډله د آسیا فوټبال کنفډرسیون ۲۰۱۷ کال جام پيلني پړاو کې په ټوله‎ییزه توګه د ۰ – ۱ پایلې سره حذف شوه. 

شاهین دې سیالۍ کې تر پایه پورې خپل نامتو سیال ته ماتې ورکونې لپاره بشپړې هلې‎ځلې وکړې مګر و یې نه شو کولای کوم ګول ترسره کړي. د لوبې په ۳۵ دقې کې، د امرالدین شریفي شوټ د ګول څنډې سره ولګېد او یوازې یو څو انچ توپیر سره کېدای شو چې شاهین تر خپل سیال وړاندې شي. همدارنګه، رضا الله یاري او محمد هاشمي هم و نه شو کولای د خپل طلایي فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او توپ د حاصلات ګول ته ورسوي. 

شاهین د لوبې دوهمه نیمه په دې هیله پیل کړه چې وکولای شي د تګ لوبې پایله جبران کړي. د حاصلات د ګول خلاصونې لپاره هغوی خپل بریدونه لا زیات کړه. که څه هم، د شاهین د لوبغاړو ټولې هلې‎ځلې له ډېرې بدچانسۍ سره د هغو د سیال دفاعي کرښې او یا ګول ساتونکي له خوا تم کېدې. 

سربېره پر دې، دوهمې نیمې کې د حاصلات بریدونه ډېر کم شوه، څرنګه چې هغوی و نه شو کولای د شاهین د ګول پر وړاندې کوم خطرناک موقعیت رامنځ ته کړي او د حاصلات لوبغاړي د پایلې خوندیتوب لپاره ټوله دفاعي کرښې کې راټول شوي وه. 

په پای کې، راتګ سیالۍ د ۰ – ۰ مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل. 

څرنګه چې شاهین په تګ لوبې کې د ۰ – ۱ پایلې سره د حاصلات څخه ماتې خوړلې وه، له دې مساوي پایلې سره په ټوله‎ییزه توګه د یوه ګول سره د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام سیالیو څخه حذف شوه. 

د دې سیالۍ بشپړ او لنډ په زړه پورې کلیپونو د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague کې د لاسرسۍ وړ دي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د دې لیګ رسمي وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلو او لوبغاړو انځورونو نندارې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ انسټاګرام پاڼه، afghanpremierleague.official لایک کړئ.