د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې لومړنې سیالۍ نن د افغانستان فوټبال فدراسیون کې شاهین آسمایی او سیمرغ البرز لوبډلو تر منځ په لاره واچول شوه. شاهین آسمایی لوبه د پام وړ ۱ – ۰ پایلې سره خپل سیال ته ماتې ورکړه. د دواړو لوبډلو تر منځ راتګ سیالۍ راتلونکې اونۍ په لاره اچول کېږي. 

دا د افغانستان غوره لیګ لومړنې سیالۍ وه چې د شپې له‎خوا په لاره واچول شوه. د فوټبال زرګونه مینه‎وال د نږدو څخه دې سیالۍ د نندارې لپاره او همدارنګه د خپلو لوبغاړو د هڅونې لپاره سټودیوم ته راغلي وه. 

شاهین آسمایی لوبه د ډېر زیات ډاډ سره پیل کړه او د لوبې لومړني شېبو کې یې د یو ګول ترسره کونې لپاره زیار و ایست مګر د شاهین تکړه بریدکوونکو و نه شو کولای د پرلپسې بریدونو سربېره هم کومه مثبته پایله ترلاسه کړي او خپل مینه‎وال یې د ډېرې مودې لپاره په تمه پرېښودل. تر هغو پورې چې په ۴۲ دقیقې کې، مصطفی افشار وکولای شو د یوې ډېرې کره ضربې سره د لوبې لومړنی ګول ترسره کړي. 

بلې خوا ته، سیمرغ البرز و نه شو کولای په لومړۍ نیمې کې ښه وځلېږي. د ګڼ شمېر غوره فرصتونو سربېره، یادې لوبډلې و نه شو کولای کوم ګول ترسره کړي.

سیمرغ د خپل برید تلن‎لاره په دویمې نیمې کې څرګنده کړه تر څو وکولای شي یو ګول ترسره کړي. مګر، د هغوی سیال، شاهین آسمایي خپله دفاعي کرښه په پرلپسې توګه تړلې وساتل او د ضد بریدونو څخه یې هم بشپړه ګټه پورته کړه ترڅو وکولای شي لږ تر لږه د ۰ – ۱ پایله په خپله ګټه حفظ کړي. 

د شپږم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو ته رسېدو لپاره، سیمرغ البرز باید خپل سیال، شاهین آسمایي ته د ۲ – ۰ پایلې سره ماتې ورکړي. تېر کال هم سیمرغ او شاهین په نیمه‎پایلني پړاو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدل او لوبه د پام وړ ۱۰ – ۳ پایلې سره د شاهین آسمایي په ګټه پای ته ورسېدل. 

شاهین آسمایي ۵۵ سلنه لوبه په واک کې درلودل. انور اکبري د شاهین آسمایي لوبغاړي د دې سیالیو د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. 

سبا، د ۱۳۹۶ کال د تلې ۲۱ نېټه، د میوند اتلان سپین‎غر بازان پر وړاندې لوبه ترسره کوي. 

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره (www.youtube.com/afghanpremierleague) ته مراجعه وکړئ. د خپلې خوښې وړ لوبډلو او لوبغاړو د تازه انځورونو ترلاسه کونې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) مراجعه وکړئ.