نن ، د زمري ۳۰ مه ،۱۳۹۸ کال ، د شاهین آسمایی او عقابان هندوکش  ترمینځ بله په زړه پورې لوبه په AFC لوبغالي کې د ماښام په ۶:۰۰ بجو پیل کیږي.

دا د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې  ډلهییز پړاو دوهمه سیالۍ ده، چي دغه دواړه تیمونه د پچه اچوني پر اساس په "ب" ‌ډله کې د اباسین څپۍ او سپین غر بازان سره سیال دي.   

څلور ځلي د اتلولي سرلیک خاوندان، شاهین آسمایي د افغانستان غوره لیګ تر ټولو ویاړلی لوبډله ده. د طوفان هریرود ډلې څخه دوه پیاوړي لوبغاړو راتګ شاهین آسمایي ډله لا پیاوړې کوي.

په عین وخت کې ، عقابان هندوکش پیاوړې ټیم چې په تیر فصل کې د پرله پسې ماتې سره مخ شوي و، د دې فصل لپاره ژمن دي ، او لیواله دي چې ځوان ځیرک ټیم سره راتلونکي پړاو ته لاړ شي.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎ پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې   (Afghanpremierleague.official)کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.