د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکی رحماني بنسټ لومړنې لوبه د ۲ – ۰ پایلې سره د شاهین آسمایي په ګټه پای ته ورسېدل. 

د شاهین آسمایي او موج‎های آمو تر منځ سیالۍ په استیدیوم کې د حاضر ننداره‎چیانو د ستر شور او هیجان، او د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې ځانګړي پرانيستنې مراسمو وروسته نن د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۱۵ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ د افغانستان فوټبال فدراسیون استیدویم کې په لاره واچول شوه. 

شاهین آسمایي دا سیالۍ د پام وړ جدیت او د خپل سیال پر وړاندې، چې تېر کال یې هم د بایلې پېښلیک درلود، د پیاوړتیا نندارې ته وړاندې کونې سره، پیل کړه. لومړني شېبو کې د دواړو لوبډلو له‎خووا د ګڼ‎شمېر چټک پاسونو وروسته، د پنځمې دقیقې وروسته لوبه ډېره کراره شوه. که څه هم، شاهین آسمایي په کلکه توګه ژمنه وه چې هیڅ یو فرصت له لاسه ور نه کړي. 

خو موج‎های آمو د برید تلن‎لارې پر ځای، دفاعي حالت غوره کړ او زیاتره یې هڅه کول ترڅو د ضد بریدونو څخه ګټه پورته کړه، په داسې حال کې چې څرګنده وه له دې پرېکړې سره میدان ته نه وه د ننه شوې، بلکې د خپل پیاوړي سیال پر وړاندې یې بله لاره نه درلودل. 

د لومړۍ نیمې په زیاترو شېبو کې، دواړې لوبډلې ډېرې نږدې نښتې درلودې او لوبه په مساوي توګه د دواړو لوبډلو په واک کې وه. دواړو لوبډلو ګڼ‎شمېر فرصتونه ترلاسه کړل او د یو بل د ګول پر وړاندې یې بریدونه ترسره کړل، په داسې حال کې چې، شاهین زیاتره خپل سیال د خطر سره مخامخ کړ او موج‎های آمو د خپل ظرفیت په ډاګه کونې لپاره یوازې د ضد بریدونو څخه ګټه اخیستنه کافي ګڼل. 

که څه هم داسې ښکارېدل چې شاهین آسمایي په لومړۍ نیمې کې د توپ او میدان زیاتره سلنه په واک کې درلودل، مګر موج‎های آمو هم کمزورې ښکاره نه شوه او لومړۍ نیمه د ۰ – ۰ پایلې سره سر ته ورسېدل. 

دوهمه نیمه د شاهین آسمایي پرلپسې بریدونو سره پیل شوه او ډېره موده یې و نه نیول تر څو شاهین د خپل سیال پر وړاندې خپله پیاوړتیا جوته کړل. دا حسین علي‎زاده وو چې په ۵۲ دقیقې کې یې د خپل ملګري د غوره پاس سره د موج‎های آمو ګول خلاص کړ. د لومړني ګول وروسته، څرګنده وه چې شاهین آسمایي هڅه کوي تر څو د فرصتونو څخه لا زیاته ګټه پورته کړي. 

شاهین په دوهمې نیمې کې په دوامداره توګه د خپل سیال د میدان محدوده تر اغېزې لاندې درلودل او فردین حکیمي، په ۷۷ دقیقې کې دوهم ګول هم د خپلې لوبډلې په ګټه سر ته ورسوی او کار یې د موج‎های آمو لپاره ډېر ګران کړ. لوبه د موج‎های آمو د کمزوري هڅو او ۲ – ۰ پایلې سره د شاهین آسمایي په ګټه پای ته ورسېدل. 

شاهین آسمایي ۶۵ سلنه توپ او میدان په واک کې درلود. حسن علي‎زاده د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. 

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) څخه لیدنه وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official)  لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.