نن ، د ۱۳۹۸کال د وږی میاشتې په ۱۵ مه ، شاهین آسمایي قوی لوبډله د اباسین څپې لوبډلې سره سیالي کوي. د افغانستان غوره لیګ په اتم څپرکې کې، دا د دواړو لوبډلو دریمه سیالۍ ده. په خپل تېرو دواړو سیالیو کې، شاهین آسمایي، عقابان هندوکش او د سپین غر بازان لوبډلو ته ماته ورکړي ده. له بلې خوا، د اباسین څپې لوبډله تر دی دمه خپل دواړه لوبي د سپین غر بازان او عقابان هندوکش لوبډلو ته بایللې ده.

د اباسین څپې او شاهین آسمایي لوبډلو ترمینځ نننۍ لوبه د ماښام په ۶:۰۰ بجو، د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل کیږي.

په داسې حال کې چې دغه سیالۍ د دواړو لوبډله لپاره په نوملړ کی کوم اساسې بدلون لامل نګرځې خو د دوې د مینوالو لپاره يو ځانګړی اهمیت لري. اباسین څپې خپل دواړه سیالۍ د عقابان هندوکش او د سپین غر بازان لوبډلو پر وړاندې له لاسه ورکړې او راتلونکې پړاو ته د تګ هیڅ چانس نلري. او له بلې خوا، شاهین آسمایي خپل دواړه سیالۍ یی د عقابان هندوکش او د سپین غر بازان لوبډلو پر وړاندې ګټلې او نیمه پای پړاو کې ځانته له مخکې ځای خوندي کړې دی.   

شاهین آسمایي مشر روزونکي په وینا دغه لوبډله د یو ښه سیالۍ وړاندي کولو لپاره لوبغالې ته ځي ترڅو خپل مینوالو ته مسکا او خوښۍ ډالۍ کړي. د اباسین څپې لوبډلې مشر روزونکې ووایی، " زمونږ لپاره کار خلاص نه دی، مونږ د سیالې ګټلو لپاره میدان ته ځو، هڅه مو دا ده چې مینه والو ته ښه سيالۍ د نندارې لپاره وړاندې کړو، لوبغاړو د دی سیالۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري". 

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼي کې په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښې لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ په اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.