شاهین آسمايي د افغانستان فوټبال فدراسیون د لیدونکو څخه ډک سټدیوم کې عقابان هندوکش ته د ۳ – ۲ پایلې سره ماتې ورکړه تر څو د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ اتل شي. دا د افغانستان روشن غوره لیګ په تاریخ کې یوازینی ټیم دی چې د یو ځل څخه زیات د اتلولۍ مقام ته رسېږي.
شاهین آسمايي، په لوړه کچه د توپ واک کې درلودو او په دروازې باندې د لازیاتو بریدونو په درلودو سره د لوبې لومړۍ نیمه په پوره توګه په خپل واک کې درلوده. کله چې شاهین آسمايي د لوبې په لومړۍ نیمې کې د ۲ – ۰ پایلې سره مخ ته ولاړ، داسې ښکاریده چې هغوي خپله دوهمه اتلولي هم ترلاسه کوي. امرالدین شریفي د لوبې د لومړۍ نیمې ګولونه په ۳۰ او ۴۵ دقه کې ترسره کړل.
د لوبې دوهمې نیمې په بشپړه توګه بدلون وموند. عقابان هندوکش د خپل ګڼ شمېر بریدونو سره شاهین آسمايي دفاعي کرښې ته ولېږه، او د دوو ګولونو په ترسره کولو سره بریالی شو تر څو لوبه اضافه وخت ولېږي. د هغوي لومړۍ ګول د لوبې په ۶۰ دقه کې د انور اکبري له خوا د جریمې د سیمې نه وتلي ځای څخه ترسره شو. د سرو زرو بوټ ګټونکي، رضا رضايي، د لوبې په ۷۰ دقه کې د فرهاد طوطاخیل د آزادې ضربې په مرسته د سر د یوې ښکلې ضربې سره ګول وهنه وکړه.
حشمت " یخچال" بارکزي د اضافه وخت په لومړنیو شېبو کې په چټکۍ سره دې مساوي پایلې ته بدلون ورکړ، او د خپل ټیم دریم او ټاکونکی ګول یې د لوبې په ۹۲ دقه کې ترسره کړ. حاضرین ډېر هیجاني شول، بارکزي خپل کمیس څيري کړ او د ډګر یو اړخ ته وځغاسته تر څو د خپل ټیم غړو او د شاهین آسمايي مینه والو سره دا بریا ولمانځي

د دې سیالۍ د غوره شېبو د لیدو لپاره په لاندې ویډیو کلیک وکړئ: