نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې ۲۲ نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون د سیمرغ البرز او د سهیل ختیځ زون استازې، د اباسین څپې لوبډلې د سیالۍ کوربه وو. دا سیالۍ د افغانستان غوره لیګ د ډله‎ییز پړاو څلورمه سیالۍ وه چې د ۱ – ۰ پایلې سره د سیمرغ البرز په ګټه پای ته ورسېدل. 

دواړو لوبډلو خپله لوبه له ډېر زیات ډاډ سره پیل کړه او هڅه یې کول چې ژر تر ژره تر خپل سیال وړاندې شي، که څه هم، لوبه د هیڅ یوې لوبډلې په ګټه نه وه. سیمرغ البرز، د غوره لیګ د پنځم څپرکې دریم مقام ګټونکې، ډېر په ډاډ سره خپل کار پیل کړ او تمه یې نه درلوده چې د خپلې سیالې لوبډلې د جدي بندیزونو سره مخامخه شي مګر د اباسین څپې دفاعي کرښه دومره په آسانۍ د ماتې وړ نه وه. سربېره پر دې، د اباسین څپې هم د خپلې لوبډلې په اړه د خپل سیالې لوبډلې د باور تغیر لپاره، لومړۍ نیمه د پرلپسې بریدونو او د ضد بریدونو څخه په ګټې اخیستنې، ډېر په انرژۍ پیل کړه. 

د اباسین څپې ګول‎ساتونکی، عبدالمقیم د خپلې لوبډلې د ګول څخه ډېر په ښه توګه ساتنه وکړه. 

سیمرغ البرز و نه شو کولای په لومړۍ نیمې کې د غوره برید ترتیب کونې لپاره کومه د پام وړ موقع ترلاسه کړي. څرنګه چې د دې لوبډلې د لوبغاړو بریدونه د اباسین څپې د دفاعي کرښې له‎خوا تم کېدې او یا هم ټول شوټونه د ګول څخه ډېر لرې د لوبې له ډګر څخه بهر تلل. په دې توګه، لومړۍ نیمه د ۰ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل. 

دوهمه نیمه هم د ګڼ شمېر غوره شېبو څخه ډکه وه. دواړې لوبډلې له سترې انګېزې څخه ډکې وې او لوبه یې په دې هیله پیل کړه چې وکولای شي د پاتې دقیقو څخه ډېر په ښه توګه ګټه پورته کړي او تر خپل سیال وړاندې شي، څرنګه چې په پای کې، هدایت الله سلیمي، په ۹۳ دقیقې کې د یو ګول ترسره کونې سره خپلې سیالې لوبډلې ته نور هیڅ کومه هیله پرې نه ښودل. 

د سیمرغ البرز نسیم مرادي د لوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. د سرشمېرنو پر اساس، ۵۵ سلنه لوبه او میدان د سیمرغ البرز په واک کې وو. 

سبا، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۲۳ نېټه، شاهین آسمایي له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون په سټوډیوم کې د عقابان هندوکش پر وړاندې لوبېږي. 

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ د نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو د نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.