بویر اګمابرډیوو او امرالدین شریفي، د شاهین آسمایي روزونکی او کپټان، نن د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۸ نېټه په یوې خبري ناستې کې د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د تاجېکستان حاصلات لوبډلې پر وړاندې راتګ سیالۍ په اړه خبرې وکړې. دا خبري ناسته د تاجېکستان هېواد «اطلس شهر» هوټل کې ترسره شوه. 

ښاغلي بویر د شاهین پلویانو ته ډاډ ورکړ چې دا لوبډله په هیڅه توګه د پرلپسې دوهم ځل ماتې سره نه مخامخ کېږي. هغه د خپلې لوبډلې په ترکیب او تلن‎لارو کې عمده بدلونونو ته اشاره وکړه. د شاهین روزونکي وویل، «شاهین وروستي پړاو کې د ګډون چانس لري او ټاکل شوې چې د بشپړ ځواک سره د حاصلات پر وړاندې میدان ته ولاړه شي.»

کپټان امرالدین شریفي وویل چې شاهین آسمایي د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام په یادې راتګ سیالۍ کې د بریا او د تېرې سیالۍ د پایلې جبران په اړه بشپړه روحیه لري. نوموړي د شاهین آسمایي مینه‎والو ته ډاډ ورکړ چې هغوی دې سیالۍ کې د بشپړ چمتووالې، تمرکز او بېلابېل ټاکټیکونو سره لوبېږي. 

شاهین آسمایي د آسیا فوتبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام پلې‎آف پړاو لومړۍ سیالۍ کې د ۰ – ۱ پایلې سره د حاصلات لوبډلې څخه ماتې وخوړل. 

د دې دوو لوبډلو راتګ سیالۍ نن، د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۹ نېټه، د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۴:۳۰ ترسره کېږي. د دې لپاره چې شاهین وکولای شي ډله‎ییز پړاو ته لاره ومومي، باید د ۲ – ۰ پایلې سره د حاصلات لوبډلې ته ماتې ورکړي. 

د حاصلات روزونکي، محمد جان حمیدوف، دې خبري ناستې کې د یادې سیالۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او و یې ویل چې حاصلات لوبډله د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام ډله‎ییز پړاو ته د لارې موندنې لپاره بشپړې هلې‎ځلې کوي. هغوی زیاته کړه، «دې سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې بریا لپاره موږ د نورو ټاکټیکونو څخه کار واخلو.»  

تاسو کولای شئ دا سیالۍ په ژوندۍ او آنلان بڼه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague له لارې ننداره کړئ. همدارنګه، د دې سیالۍ آپډېت خبرونو او رپوټونو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ. د دې سیالۍ او د شاهین آسمایي انځورونو نندارې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه Afghanpremierleague.offical لایک کړئ.