شاهین آسمایي، د «الف» ډلې څخه، پرون شپه د سپینغر بازان لوبډلې پر وړاندې بریا سره، څرنګه چې درې نور امتیازونه یې په خپل نامه ثبت کړل او اوس په ټولهییزه توګه ډلهییز پړاو کې د هیڅ بایلې نه درلودنې او بشپړو ۹ امتیازونو سره، نیمهپایلني پړاو ته لاره وموندل، خو د سپینغر بازان له دې سیالۍ سره حذف شو

نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۴ نېټه، د میوند اتلان، په نوملړ کې دوهمه  لوبډله، د هېواد سهیل لوېدیځ زون استازې او د تېر کال دوهم اتل د شمال زون استازې، سیمرغ البرز پر وړاندې ځي. دا د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې ډلهییز پړاو لسمه، د «الف» ډلې پنځمه او ډلهییز پړاو کې د دواړو لوبډلو دریمه سیالۍ ده چې د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره واچول کېږي

د میوند اتلان تر اوسه پورې دوه ځله پایلني پړاو کې سیالۍ ترسره کړې مګر دې ځل په خپل دوهمې سیالۍ کې د طوفان هریرود پر وړاندې چې اوسمهال د ۶ امتیازونو سره د «ب» ډلې نوملړ په سر کې ځای لري، د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووهم څپرکې ډلهییز پړاو کې ډېره کمزورې ښکاره شوه. که څه هم، په خپلې لومړنۍ سیالۍ کې، چې د ډلهییز پړاو شپږمه سیالۍ وه، عقابان هندوکش ته یې د ۲ – ۰ پایلې سره ماتې ورکړه

بل خوا ته، سیمرغ البرز هم د طوفان هریرود لهخوا د ۱ – ۰ پایلې سره ماتې وخوړل، مګر وروسته له دې، نوموړې لوبډلې د ۳ – ۱ پایلې سره عقابان هندوکش پر وړاندې، چې د «ب» ډلې څخه یې وړاندې له دې نه د میوند اتلان لهخوا هم ماتې خوړلې وه او تر اوسه پورې یې هیڅ کوم امتیاز په خپل نامه نه دی ثبت کړی، بریالې شوه. په داسې حال کې چې د عقابان هندوکش سیالې لوبډلې، طوفان هریرود، د میوند اتلان، او سیمرغ البرز، په ترتیب سره ۶، ۳، ۳ امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي، یعنې، دا لوبډله همدا اوس حذف شوې

که څه هم په داسې حساسو پړاوونو کې هیڅ شی د وړاندوینې وړ کېدای نه شي، مګر دواړې لوبډلې دا سیالۍ جدي ګڼي، په داسې حال کې چې، د سیمرغ البرز پر وړاندې چې دوو تېرو کلونو کې د دریم مقام څخه مخ ته نه ده تللې، د میوند اتلان زیاتره د خپل حیثیت په اړه اندېښمنه ده، څرنګه چې دوو کاله په پرلپسې توګه پایلنې سیالۍ کې ښکاره شوې، سربېره پر دې، سیمرغ البرز د یو ګول توپیر سره د خپل سیال پر تله مخکښ دی او د میوند اتلان یوازې د لږ تر لږه ۱ – ۰ او یا زیاتره پایلې سره نیمهپایلني پړاو ته لاره موندلای شي. په پای کې باید وویل شي، د ټولو لوبډلو په ترکیب کې د پام وړ بدلونونه رامنځ ته شوي او پخواني لاستهراوړنې نور کوم ارزښت نه لري

د میوند اتلان او سیمرغ البرز لوبډلو تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړهپورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې   (Afghanpremierleague.official)کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېبپاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي