د افغانستان فوټبال فډراسیون اسټیډیوم نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۱۷ نېټه د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې د ډله‎ییز پړاو د دوهمې سیالۍ کوربه وو. د میوند اتلان لوبډله د طوفان هریرود لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړه. یادې سیالۍ کې د فوټبال ۵۰۰۰ مینه‎وال د خپل په زړه‎پورې لوبډلو څخه د ملاتړ لپاره سټوډیوم ته راغلي وه. 

د لوېدیځ زون استازې، د طوفان هریرود لوبډلې بریدکوونکي حمیدالله کریمي د لوبې په لومړني شېبو، څلورمې دقې کې، ګول ته نږدې د یو فرصت څخه په ګټې اخیستنې، د خپل سیال ګول خلاص کړ او لوبې ته یې د خپلې لوبډلې په ګټې بدلون ورکړ. دا ګول چې ډېر ژر ترسره شو، د اتلان لوبډلې او د هغو د لوبغاړو وړتیاوې او چمتووالې تر پوښتنې لاندې راوېستې. 

په ځواب کې، یوازې د څو دقو په لړ کې د میوند اتلان وکولای شو د لوبې پایلې ته بدلون ورکړي او لوبه یې مساوي کړه. د خپل سیال پر وړاندې خپل امتیازونو زیاتوالې لپاره، د اتلان تکړه بریدکوونکي، امرالدین شریفي د لوبې دوهم ګول ترسره کړ او په ډاګه یې کړه چې لوبډله یې په خپلې لومړنې سیالۍ کې تر خپل سیال وړاندې ده. 

د دې ګولونو د جبران لپاره د طوفان هریرود ټولې هلې‎ځلې هیڅ کومه پایله نه درلوده او د هغو ګڼ‎شمېربریدونه د اتلان د دفاعي کرښې، او همدارنګه د یادې لوبډلې تکړه ګول‎ساتونکي حمیدالله وکیلي له‎خوا تم شوې. 

دوهمې نیمې ته د بېرته راتګ وروسته، طوفان د خپل بریدونو کچه لا زیاته کړه او و یې کولای شو د خپل سیال د ګول پر وړاندې غوره ضد ضربې ترتیب کړي. یوې لنډې مودې وروسته، ۴۹ دقې کې، غلام نبي د لوبې مساوي ګول ترسره کړ او د طوفان هریرود لوبډلې مینه‎والو بېرته هوساینه ترلاسه کړه. طوفان دوهمې نیمې ته هم د ګول ترسره کونې په موخه په دوامداره توګه د ګڼ شمېر بریدونو او هڅو سره دوام ورکړ اما د هغو دې هڅو هیڅ کومه پایله نه درلوده او فردین حکیمي په ۵۲ دقې کې د لوبې دریم ګول هم ترسره کړ. وروسته په ۷۸ دقې کې، امرالدین شریفي د لوبې څلورم ګول ترسره کړ او د خپلې لوبډلې لپاره یې د بریا هیله لا زیاته کړه. 

د ۵۵ سلنه لوبې او میدان په واک کې درلودنې سره، په پای کې، د میوند اتلان د ۴ – ۲ پایلې سره خپل سیال ته ماتې ورکړه. امرالدین شریفي، د میوند اتلان لوبغاړي د دې سیالۍ د غوره لوبغاړې ډالۍ ترلاسه کړه. 

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ د نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو د نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.