نن ، د ۱۳۹۸کال د وږی میاشتې په ۱۴ مه ، د میوند اتلان قوی لوبډله د طوفان هریرود اتل لوبډلې سره سیالي کوې. د افغانستان غوره لیګ په اتم څپرکې کې، دا د دواړو لوبډلو دریمه سیالۍ ده. په خپله لومړۍ لوبه کې، د میوند اتلان لوبډله د موج های آمو سره سیالۍ مساوې کړه او دویمې سیالې کې له سیمرغ البرز څخه یی ۴-۰ په توپير ماته وخوړه. له بلې خوا، د طوفان هریرود لوبډله تر دیدمه خپل دواړه لوبي د موج های آمو او سیمرغ البرز څخه ګټلې دی. 

د طوفان هریرود او د میوند اتلان لوبډلو ترمینځ ننۍ لوبه د ماښام په ۶:۰۰ بجو، د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل کیږي.

په داسې حال کې چې دغه سیالۍ د دواړو لوبډله لپاره په نوملړ کی کوم اساسې بدلون لامل نګرځې خو د دوې مینوالو لپاره يو ځانګړی اهمیت لري. طوفان هریرود خپل دواړه لوبي د موج های آمو او سیمرغ البرز لوبډلو پر وړاندې ګټلي او راتلونکې پړاو کې ځانته ځای خوندي کړې ده. او له بلې خوا، د میوند اتلان لوبډلې خپله یوه لوبه د موج های آمو پروړاندې مساوي او دویمه لوبه یی سیمرغ البرز ته په غټ توپير بایللې ده او راتلونکې پړاو ته د تګ هیڅ چانس نلرې. 

د میوند اتلان مشر روزونکي په وینا دغه لوبډله د یو ښه سیالۍ وړاندي کولو لپاره لوبغالې ته ځي ترڅو د تیر لوبې بایلي وروسته خپل مینوالو ته مسکا ډالۍ کړي. د طوفان هریرود لوبډلې مشر روزونکې ووایی، " زمونږ لپاره کار خلاص نه دی، مونږ د ګټي لپاره سیالۍ کوو، غواړو راتلونکې پړاو ته لا قوي ولاړ شو، او زمونږ لوبغاړي د هر سیالۍ لپاره چمتو دي". 

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.