د تخار ولایت تالقان ښکلی ښار دې ځل د افغانستان غوره لیګ شمال ختیځ زون ۴ ورځني ټورنمنټ، د غوره لیګ په لور – شپږم څپرکې، کوربه وو. دا سیالۍ د موج‎های آمو ۲۱ غوره لوبغاړو ټاکنې لپاره د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ له ۱۸ نېټې څخه د چنګاښ تر ۲۱ نېټې پورې د تخار سټوډیوم کې په لاره واچول شوې. کندز، بدخشان، امېد تخار، بغلان، او آرمان تخار هغه لوبډلې وې چې په دې سیالیو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.

په ټوله‎ییزه توګه، د شمال ختیځ زون څخه له ۵۰۰۰ کسانو څخه تر ۷۰۰۰ ننداره‎چیان د دې سیالیو ننداره‎کونې لپاره د تخار سټوډیوم ته راغلل. د موج‎های آمو ۲۱ غوره لوبغاړي د افغانستان فوټبال فډراسیون چارواکو او تخنیکي مسئولینو، او همدارنګه د فیفا جواز لرونکي څارونکو په شتون کې د ډېرو جدي آزموینو وروسته وټاکل شوه.

د دې پنځه لوبډلو تر منځ د څو هیجانوونکي سیالیو وروسته؛ آرمان تخار او کندز هغه دوې لوبډلې وې چې په پایلنې سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. دا په داسې حال کې چې هیڅ یوې لوبډلې و نه شو کولای د لوبې ۱ – ۱ پایلې ته کوم بدلون ورکړي او په وروستیو شېبو کې د تخار لوبډلې وکولای شو د پنالټي شوټونو په لړ کې پر خپل سیال غښتلی شي او په دې توګه یې د غوره لیګ شمال ختیځ زون شپږم څپرکې ټورنمنټ اتلولۍ سرلیک خپل کړ. خان محمد سروش د دې سیالیو غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه، محبوب الله کاکړ، د کندز نامتو ګول‎ساتونکي، د غوره ګول‎ساتونکي ډالۍ ترلاسه کړه او د دې سیالیو د مېړانې لوبې ډالۍ بغلان لوبډلې ته ځانګړې شوه.

موج‎های آمو د هېواد د شمال ختیځ زون څخه استازېتوب کوي. تېر کال، دا لوبډله د افغانستان غوره لیګ اصلي بهیر کې څه نا څه ښه وځلېدل او د دوو پرلپسې کلونو لپاره یې نیمه‎پایلني لوبو ته لاره وموندل. که څه هم، دې لوبډلې و نه شو کولای د سیمرغ البرز له مخه تېره شي او په پای کې یې څلورم مقام خپل کړ.

د افغانستان غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټ شمال ختیځ زون او د موج‎های آمو ۲۱ لوبغاړو کلیپونو نندارې لپاره د (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې ته مراجعه وکړئ. د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ او د موج‎های آمو لوبډلې انځورونه ترلاسه کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.