د لس ورځني سیمه‎ییز تمریني کمپونو تېرونې وروسته چې سږ کال د افغانستان غوره لیګ له خوا د لوبډلو د ظرفیتونو او وړتیاوو لوړوالې په موخه په لاره اچول شوي وه، اوس‎مهال د غوره لیګ اته پایلني لوبډلې کابل ښار ته ورسېدې. ټاکل شوې چې دا لوبډلې د افغانستان فوټبال فډراسیون او غازي سټوډیوم په لوبغالو کې خپل تمرینونه له سره پیل کړي. 

اوس‎مهال، دا لوبډلې او لوبغاړي د فیفا او د آسیا فوټبال کنفډراسیون جواز درلودونکي روزونکو تر بشپړې څارنې لاندې د فوټبال اساسي تمرینونه پیلوي. 

د افغانستان فوټبال فډراسیون، د افغانستان غوره لیګ، او موبي‎ګروپ په کابل کې د دې اتو لوبډلو د رارسېدو هرکلۍ کوي. په کابل ښار کې د دې لوبډلو راټولېدنه، د افغانستان غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټونو (د غوره لیګ په لور) بریالۍ پلي کېدنې ښکارندویي کوي چې په لړ کې یې د هېواد د ټولو زونونو څخه د هرې لوبډلې لپاره ۲۱ غوره لوبغاړي وټاکل شوه. 

د افغانستان غوره لیګ په تېرو پنځو کلونو کې د خپل شریکانو ټینګ ملاتړ سره د ټولو ستونزو او خنډونو سربېره د افغانستان غوره لیګ پنځه څپرکې پلي کړې. ښاغلي ضیاء آریا د افغانستان غوره لیګ مرستیال کمېشنر وایي: «د افغانستان غوره لیګ په جدي توګه د لومړني مسلکي لیګ د دوام په اړه ژمن دی چې اوس‎مهال په ټول افغانستان کې او همدارنګه د فوټبال استعداد لرونکي لوبغاړو تر منځ یې د ملي یووالې د سمبول په توګه ځان ته غوره ځای جوت کړی. د غوره لیګ شپږم څپرکې پلي کونې لپاره بشپړې چمتووالې نیول شوي.» 

د افغانستان غوره لیګ د اصلي بهیر پیل مراسم او لومړنې سیالۍ په کابل ښار کې د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۱۶ نېټه د افغانستان فوټبال فډراسیون لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. 

لږ تر لږه ۱۸.۶ میلیونه لیدونکو د هېواد د ننه او همدارنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېشت افغانانو د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالۍ د طلوع ټلویزون ژوندۍ بڼه خپور او همدارنګه د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې له لارې ننداره کړې. سربېره پر دې، تېر کال له ۷۰۰۰ څخه زیاتره ننداره چیان د وروستۍ سیالۍ نندارې لپاره سټوډیوم ته راغلي وه. ښایي سږ کال دا شمېر لا زیات شي. 

د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې د پيل مراسم د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي. د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې سیالیو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ رسمي پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د افغانستان غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ او خپل د خوښې وړ لوبډلې تازه انځورونه ترلاسه کړئ. د غوره لیګ راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.