د افغانستان غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټ لوېدیځ زون ۲۰۱۷ کال (د غوره لیګ په لور) سیالۍ د طوفان هریرود ۲۱ لوبغاړو موندنې په موخه د ۱۳۹۶ کال د غویي له ۲۸ نېټې څخه د غبرګولي تر ۴ نېټې پورې په هرات ولایت کې په لاره واچول شوې. طوفان هریرود د افغانستان لوېدیځ ولایتونو، هرات، غور او بادغیس څخه استازېتوب کوي. استقلال، انصاري، سرخ‎پوستان، فراه، هرات، بادغیس او غور هغه لوبډلې وې چې په دې سیالیو کې یې ګډون درلود.

د دې اتو لوبډلو تر منځ وروسته له یو لړ هیجانوونکي سیالیو څخه، صرافان هرات په وروستۍ سیالۍ کې د استقلال لوبډلې پر وړاندې ولوبېدل او د دې سیالیو د اتلولۍ سرلیک یې خپل کړ. رضا غفوري، د صرافان برید کوونکی، د دې ټورنمنټ د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه او ګلاب نوري د لوېدیځ زون غوره ګول ساتونکي په توګه وپېژندل شو. همدارنګه، د دې سیالیو د مېړانې لوبې ډالۍ فراه لوبډلې ته ځانګړې شوه.

دا ټولې سیالۍ د افغانستان فوټبال فډراسیون د رسمي هیئت له‎خوا وڅارل شوې. د سږ کال سیالیو لپاره د نوي او ځوانو څېرو سره، طوفان هریرود هڅه کوي چې د افغانستان غوره لیګ ۲۰۱۷ کال سیالیو کې د پام وړ لاسته‎راوړنې ولري او د اتلولۍ سرلیک خپل کړي.
طوفان د ۲۰۱۲ کال سیالیو د اتلولۍ سرلیک په خپل تاریخچې کې ضبط کړی، همدارنګه، یادې لوبډلې په ۲۰۱۳ کال کې د ۴ – ۰ غوره پایلې سره عقابان هندوکش ته ماتې ورکړه. طوفان ۲۰۱۶ کال کې د شاهین آسمایي – د غوره لیګ یو له تر ټولو پیاوړي لوبډلو ته هم ماتې ورکړه، که څه هم، د میوند اتلان د بریدونو پر وړاندې یې دریز و نه شو کولای او په پای کې، د ډله‎ییز پړاو سیالیو په لړ کې د ۳ – ۰ پایلې سره د اباسین څپې لوبډلې پر وړاندې تم شوه.

د لوېدیځ زون ټورنمنټ کلیپونه د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې د لاسرسۍ وړ دي. د طوفان هریرود لوبډلې د کیفیت‎لرونکي انځورونو نندارې لپاره، د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.