د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې د اتلولۍ ټورنمنټ د ډله‎ییز پړاو دوهمه سیالۍ، نن له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. د لوېدیځ زون استازې، طوفان هریرود، پنځم څپرکې دوه مقام ګټونکې، د میوند اتلان لوبډلې پر وړاندې ځي.
ښایي دا سیالۍ د دواړو یادو لوبډلو لپاره تر یوې اندازې پورې ګرانه وي څرنګه چې دواړې لوبډلې د افغانستان غوره لیګ د اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره هڅه کوي.

د طوفان هریرود او د میوند اتلان لوبغاړي د غوره او تکړه افغان او تاجیکستاني روزونکو تر څار لاندې، چې د فیفا او د آسیا کنفډراسیون له‎خوا د روزنولۍ جواز درلودونکي دي، د فوټبال ځانګړي او اساسي تمرینونه تېر کړي دي. له دې نه وړاندې، د غوره لیګ د سیمه‎ییز ټورنمنټونو په لړ کې، د غوره لیګ ټولو اتو لوبډلو دا فرصت په واک کې درلود تر څو د بشپړ تمریني پړاوونو څخه ګټه پورته کړي.

دا د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې ۱۳۹۶ کال ډله‎ییز پړاو د «ب» ډلې لومړې سیالۍ ده. سیمرغ البرز او د اباسین څپې لوبډلې هم په دې ډلې کې ځای لري.

د میوند اتلان د غوره لیګ په پنځم څپرکې کې د پام وړ لاسته‎راوړنې درلودې، څرنګه چې په ډله‎ییز پړاو کې یې هیڅ کوم امتیاز له لاسه ور نه کړ او په نیمه‎پایلني پړاو کې یې موج‎های آمو ته ماتې ورکړه. وروسته له دې، په پایلنې سیالۍ کې، یادې لوبډلې د ۱ – ۲ پایلې سره د شاهین آسمایي څخه ماتې وخوړل.

که څه هم، اوس ښایي چې د ځینې نامتو لوبغاړو لکه امرالدین شریفي، فردین حکیمي، او فرزاد عطایي له ګومارنې سره، او همدارنګه د غوره لیګ د ځینې نورو تکړه لوبغاړو سره چې د میوند اتلان ترکیب کې یې برخه موندلې، د سږ کال ټورنمنټ به د میوند اتلان لپاره یو نوی څپرکی وي. د میوند اتلان د خپل نوي لوبغاړو سره د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۶ کال د اتلولۍ سرلیک ګټنې یو له تر ټولو ستر نوماند ګڼل کېږي.

طوفان هریرود د هرات ولایت په مصنوعي چمن کې د تمرینونو ترسره کونې فرصت په واک کې درلود. د خپل انګېزه لرونکي او ډاډه لوبغاړو سره، طوفان غواړي د خپل ۲۰۱۲ کال اتلولۍ یو ځل بیا تکراره کړي.

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسو کولای شئ دا سیالۍ په آنلاین توګه د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې څخه هم تعقیب کړئ. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.