د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو وروستۍ سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۲۸ نېټه د سیمرغ البرز او شاهین آسمایي لوبډلو تر منځ په لاره اچول کېږي. دا د نوموړو لوبډلو تر منځ راتګ سیالۍ ده چې له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. 

تېره اونۍ، وروسته له ۴۰ کلونو د هېواد فوټبال په تاریخ کې، د افغانستان غوره لیګ ټیم د نیمه‎پایلني پړاو سیالۍ د شپې له‎خوا پلي کړې. د فوټبال زرګونه مینه‎وال سټوډیوم ته د دې سیالیو نندارې لپاره راغلل او همدارنګه په هېواد کې د ننه او بهر مېشت افغانانو د ټولنیزو رسنیو له لارې دا بهیر تعقیب کړ. 

سیمرغ البرز، د هېواد د شمال زون استازې په پرلپسې توګه د دوهم ځل لپاره شپږم څپرکې کې هم نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. په پنځم څپرکې کې، سیمرغ البرز نیمه پایلني پړاو کې د موج‎های آمو پر وړاندې سیالۍ وروسته دریم مقام خپل کړ. په داسې حال کې چې، اوسني څپرکې کې یادې لوبډلې و نه شو کولای د نیمه‎پایلني پړاو تګ سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې ښه وځلېږي او په پای کې د ۱ – ۰ پایلې سره د خپل سیال پر وړاندې تم شوه. د تېرې لوبې ګول د سیمرغ سیالې لوبډلې څخه مصطفی افشار په ۴۲ دقیقې کې ترسره کړ مګر سیمرغ و نه شو کولای د لوبې تر پایه پورې کوم مثبت ځواب وړاندې کړي. 

تاج محمد خداداد، د سیمرغ لوبډلې مدیر وویل: «زه او زموږ لوبډله هیله‎من یو تر څو نن په راتګ سیالۍ کې شاهین ته ماتې ورکړو، څرنګه چې د ګولونو توپیر زیات نه دی. د لوبډلې روزونکي په تېرې لوبې کې زموږ د لوبډلې ټولې نیمګړتیاوې ارزولي. د خپل ماتې جبران لپاره، د نن ورځې سیالۍ کې سیمرغ نوي تلن‎لارې غوره کړي.»

شاهین آسمایي، د غوره لیګ پنځم څپرکې اتلولۍ سرلیک ګټونکې لوبډله د یوې بایلې او دوو بریاوو سره د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. په پرلپسې توګه شاهین د دوهم ځل لپاره نیمه‎پایلني پړاو کې د سیمرغ البرز پر وړاندې لوبه ترسره کوي. د نن ورځې سیالۍ کې، دا لوبډله د مساوي پایلې او یا کم تر کمه یوازې یو مخکښ ګول سره پایلني پړاو ته لاره موندلای شي. 

د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې د پېښو په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. د دې سیالیو بشپړ کلیپونه او د (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې کې د لاسرسۍ وړ دي. همدارنګه، د خپلې خوښې وړ لوبډلو او لوبغاړو د تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ.