د افغانستان غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټ، شمال زون، د غوره لیګ په لور – شپږم څپرکې سیالۍ، د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ له ۱۰ نېټې څخه د چنګاښ تر ۱۴ نېټې پورې د سمنګان ولایت ایبک ښار کې په لاره واچول شوې. بلخ، جوانان سمنګان، فاریاب، سرپل، او جوزجان هغه شپږ لوبډلې وې چې په دې سیالیو کې یې ګډون درلود. د شمال زون څخه زرګونو ننداره‎چیانو له دې سیالیو څخه ډېر تود هرکلۍ وکړ.

د سرپل لوبډلې د بلخ لوبډلې پر وړاندې پایلنې سیالۍ کې د یوې غوره لوبې وروسته د دې سیالیو د اتلولۍ سرلیک ترلاسه کړ. رومان صدیقي د غوره لوبغاړي سرلیک خپل کړ، حکمت مرادي د غوره ګول‎ساتونکي لقب ترلاسه کړ او د مېړانې لوبې ډالۍ سمنګان لوبډلې ته ځانګړې شوه.
د سیمرغ البرز ۲۱ غوره لوبغاړو ټاکنې په موخه، دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فډراسیون چارواکو او تخنیکي مسئولینو له‎خوا وڅارل شوې. ټاکل شوې ده چې دا لوبغاړي د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې اصلي بهیر کې ولوبېږي.

سیمرغ البرز د افغانستان شمالي ولایتونو، جوزجان، سمنګان، بلخ، سرپل، او فاریاب څخه استازېتوب کوي. تېر کال، سیمرغ البرز د غوره لیګ «ب» ډلې کې ځای درلود. څرنګه چې یادې لوبډلې د شاهین آسمایي پر وړاندې نیمه‎پایلنې سیالۍ کې د یوې ډېرې حیرانوونکې پایلې ۱۰ – ۳ سره پایلنې سیالۍ کې د ګډون چانس له لاسه ورکړ. خو په دوام کې، دا لوبډله د موج‎های آمو پر وړاندې ښه وځلېدل او د تېر کال سیالیو دریم مقام یې خپل کړ.

د افغانستان غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټ شمال زون او د سیمرغ البرز ۲۱ لوبغاړو کلیپونو نندارې لپاره د (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې ته مراجعه وکړئ. د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ او د سیمرغ البرز لوبډلې انځورونه ترلاسه کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.