د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې ډله‎ییز پړاو اووهمه سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۲۹ نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. موج‎های آمو، د هېواد سهیل‎ختیځ زون استازې، د خپل سیال، د سپین‎غر بازان لوبډلې پر وړاندې له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو سیالۍ ترسره کړه کوي. د دې لوبې پایله د دواړو لوبډلو لپاره ډېر د ارزښت وړ ده. 

په شپږم څپرکې کې، د سپین‎غر بازان خپله لومړې سیالۍ د غوره لیګ پنځم څپرکې اتل، شاهین آسمایي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه. یادې سیالۍ کې، که څه هم د سپین‎غر بازان د ۴ – ۳ پایلې سره د خپل سیال څخه ماتې وخوړل، خو په تېره بیا ډېره ښه وځلېدل. دا لوبډله د دې وړتیا لري چې د نورو لوبډلو په پرتله ښه ولوبېږي او کولای شي د دې سیالیو نیمه‎پایلني پړاو کې د پام وړ ځای ترلاسه کړي. فهیم افکار، د سپین‎غر بازان کپټان یاده کړه: «موږ پوهېږو چې لومړې سیالۍ تر یوه حده پورې ګرانه وه. موږ تر خپل توان پورې هڅه وکړه مګر په پای کې، برخه زموږ د سیال وګټل. که څه هم نن، موږ د خپل سیال پر وړادنې میدان کې ښه واکمن ځلېږو، او په بشپړه توګه باور لرو چې خپل درې ارزښمن امتیازونه ترلاسه کوو.»

موج‎های آمو په شپږم څپرکې کې د عقابان هندوکش پر وړاندې بریا سره، تر اوسه پورې په ډله‎ییز پړاو کې ډېره لوبه نندارې ته وړاندې کړې. یادې لوبډلې په خپلې لومړې سیالۍ کې د ضد بریدونو څخه په غوره توګه ګټه پورته کړه او په پای کې د ۱ – ۰ پایلې سره یې خپل سیال ته ماتې ورکړه. موج‎های آمو درې امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي او یوازې درې نور امتیازونه کولای شي په ډله‎ییز پړاو کې د هغو د حذف کېدو امکان له منځه یوسي. طاهر منوري، د موج‎های آمو روزونکي ادعا وکړه: «زموږ لوبډلې څو تمریني پړاوونه په بشپړه توګه سر ته رسولي. موږ ډاډه یو چې په خپلې دوهمې سیالۍ کې هم بریالي کېږي.»

اوس‎مهال په «الف» ډلې کې، د سپین‎غر بازان هیڅ کوم امتیاز نه دی ترلاسه کړی. په داسې حال کې چې د بازان سیال، موج‎های آمو له خپلې وروستۍ سیالۍ څخه درې امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسو کولای شئ په آنلاین توګه دا سیالۍ د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې څخه هم تعقیب کړئ. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.