د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو د رده‎بندۍ دریم مقام سیالي نن د سیمرغ البرز، د هېواد شمال زون استازې، او د سپین‎غر بازان لوبډلو تر منځ له غرمې نه وروسته په ۰۶:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره واچول شوه. د لوبې لومړۍ نیمې پیلني شېبو کې د سمیر غضنفري ګول د دې څپرکې د دریم مقام ترلاسه کونې لپاره خورا د سپین‎غر بازان لوبډلې په ګټه جوت شو. 

د سپین‎غر بازان دا لوبه د خپل سیال، سیمرغ البرز د بریدونو څخه د خپل حریم د خوندیتوب په موخه ډېر په دقت پیل کړه او د غضنفري له‎خوا د لوبې په پنځمې دقیقې کې د سپین‎غر بازان لومړنی ګول د یادې لوبډلې حواس په بشپړه توګه ټول کړه. غضنفري د خپل مرستیال یو کمزوری پاس ډېر په غوره توګه د خپلې سیالې لوبډلې د ګول په لور هدایت کړ او د یو غوره شوټ سره یې خپل په‎زړه‎پورې ګول ترسره کړ. 

سیمرغ البرز، د افغانستان غوره لیګ د پنځم څپرکې دریم مقام ګټونکې لوبډلې اوسني څپرکې کې هم د خپلې واکمنۍ د ښکارندویی لپاره د ټولو هڅو او بریدونو سربېره و نه شو کوال د لوبې په پایلې کې کوم بدلون رامنځ ته کړي. د دې فرصتونو څخه غوره ګټه اخیستنه د یادې لوبډلې لپاره ډېر د ارزښت وړ ګڼل کېده مګر په داسې حال کې چې د سیمرغ روزونکي څه‎ناڅه هره تلن‎لاره وآزمویل خو لوبډلې یې په دواړو نیمو کې کمزورې ښکاره شوه او هیڅ کوم امتیاز یې ترلاسه نه کړ. 

د سیمرغ سیال، بازان له ناخوالې سره ۱ – ۰ پایلې ته غاړه کېښودل او په دوامداره توګه د سیمرغ د بریدونو پر وړاندې د خپلې دفاعي کرښې د خوندیتوب لپاره ولوبېدل. بازان زیاتره د ضد بریدونو څخه ګټې اخیستنې تمه درلودل تر څو د خپل سیالې لوبډلې ګواښونو کچه ټیټه وساتي. ذهیب اصیل، د سپین‎غر بازان لوبډلې ګول‎ساتونکی ډېر ښه وځلېد او د څو پرلپسې بریدونو د دفاع سره یې خپل ور په دوامداره توګه تړلی حفظ کړ. 

د تېر کال په پرتله، د سیمرغ البرز لوبډلې پر وړاندې د سپین‎غر بازان بریا او د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې دریم مقام ترلاسه کونه د یادې لوبډلې لپاره ډېره ارزښمنه ګڼل کېږي. 

په دې توګه، د سیمرغ البرز لوبډله د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې څلورم مقام کې تم شوه.

سبا، د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۵ نېټه، شاهین آسمایي، د پنځم څپرکې اتلولۍ سرلیک ګټونکې لوبډله، او د میوند اتلان، د افغانستان غوره لیګ د پنځم څپرکې دویم مقام ګټونکې، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۰۰ بجو په پایلنې سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي. 

د افغانستان غوره لیګ د سیالیو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. د دې سیالیو بشپړ کلیپونه او د (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې کې د لاسرسۍ وړ دي. د خپلې خوښې وړ لوبډلو او لوبغاړو د تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ.