د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې ډله‎ییز پړاو سیالیو په دوام کې، د دریمې اونۍ په لومړۍ ورځ، نن د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۲۹ نېټه، د موج‎های آمو لوبډله د سپین‎غر بازان پر وړاندې ولوبېدل. دا د ډله‎ییز پړاو اووهمه سیالۍ وه چې د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې په لاره واچول شوه. 

د سپین‎غر بازان د دې لپاره چې وکولای شي د خپل سیال په پرتله واکمن ښکاره شي، د ګڼ‎شمېر غوره پاسونه سره یې په پرلپسې توګه هڅه وکړه تر څو خپل سیال تر اغېزې لاندې راولي او د لوبې لومړی ګول ترسره کړي. د بازان لوبډلې هماهنګۍ ډېر ژر د ګټې وړ هم شوه، څرنګه چې غلام حضرت نیازي په ۱۳ دقیقې کې د لومړي ځل لپاره توپ د خپل سیال ور کې د ننه کړ. بازان په پرلپسې توګه هڅه وکړه تر څو دوهم ګول هم ترسره کړي او د خپل سیال په پرتله لا وړاندې شي؛ که څه هم، د آمو دفاعي کرښې هم ډېر په ښه توګه له خپل ګول څخه ساتنه وکړه او د بازان ټوله بریدونه یې په بریالي توګه تم کړه. 

موج‎های آمو هم د بریا په هڅه د خپل سیال د ګول په لور ګڼ‎شمېر بریدونه ترتیب کړه خو د یادې لوبډلې هڅو هیڅ کومه پایله نه درلوده او لومړۍ نیمه د ۰ – ۱ پایلې سره د بازان په ګټې سر ته ورسېدل. 

تمه کېدل چې لومړۍ نیمه ډېر له شوره ډکه وي مګر داسې و نه شوه او دوهمه نیمه هم د لومړۍ نیمې په څېر زیاتې غوره شېبې نه درلودې. دواړو لوبډلو په پرلپسې توګه هڅه وکړه تر څو پایله په خپله ګټه بدله کړي. د آمو پلویانو تمه درلودل چې لوبډله یې د لومړۍ نیمې پایله جبران کړي او همدارنګه تر خپل سیال وړاندې شي. مګر هیڅ یوې لوبډلې کوم ګول ترسره کړای نه شو. په داسې حال کې چې د مساوي پایلې څخه مخ‎نیوي لپاره د سپین‎غر بازان لوبډلې خپله دفاعي کرښه تړلې وساتل او د بل ګول ترسره کونې لپاره یې یوازې ضد بریدونو څخه ګټه پورته کړه. 

په پای کې، د سپین‎غر بازان د ۱ – ۰ پایلې سره موج‎های آمو له ماتې سره مخامخ کړ. د سرشمېرنو پر اساس، لوبه ۵۵ سلنه د سپین‎غر بازان په واک کې وه.  

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو د نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.