ټاکل شوې د تېر کال دوې فېنالیسټ لوبډلې د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو کې، نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۳۰ نېټه د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي. 

له دې نه وړاندې دواړو لوبډلو په ډله‎ییز پړاو کې درې سیالۍ ترسره کړي. شاهین آسمایي په خپلې لومړنې سیالۍ کې، د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ پیلنې لوبې کې، د موج‎های آمو پر وړاندې لوبه ترسره کړه، څرنګه چې د ۲ – ۰ پایلې سره یې یادې لوبډلې ته ماتې ورکړه او درې امتیازونه یې په خپل نامه ثبت کړل. وروسته له دې، نوموړې لوبډله په خپلې دوهمې سیالۍ کې چې د اووم څپرکې ډله‎ییز پړاو پنځمه سیالۍ وه، د اباسین څپې پر وړاندې ولوبېدل، څرنګه چې ډېر په ګرانه توګه یې د ۱ – ۰ بریا سره درې نور امتیازونه هم په خپل نامه ثبت کړل. بلاخره، ډله‎ییز پړاو کې یې خپلې وروستۍ کتنې کې د سپین‎غر بازان لوبډلې ته ماتې ورکړه او په ټوله‎ییزه توګه ۹ امتیازونو سره یې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. 

بلې خوا ته، د میوند اتلان په خپلې لومړۍ کتنې کې چې د ډله‎ییز پړاو دوهمه سیالۍ وه، د عقابان هندوکش پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه او خپل سیال ته یې د ۲ – ۰ پایلې سره ماتې ورکړه. په دووام کې، یادې لوبډلې په خپلې دویمې کتنې کې د طوفان هریرود پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه او د ۳ – ۰ پایلې سره یې ماتې وخوړل. په پای کې، اتلان په یوې ډېرې حساسې او برخه‎لیک ټاکونکې سیالۍ کې د سیمرغ البرز پر وړاندې د خپل درې حیاتي امتیازونو لپاره سیالۍ ترسره کړه. یاده لوبډله خپلې موخې ته ورسېدل او د ۶ امتیازونو سره یې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. 

عبدالحق فیضي، د میوند اتلان لوبډلې روزونکي وویل: «نن موږ د شاهین آسمایی پر وړاندې یوه ډېره حساسه او برخه‎ټاکونکې سیالۍ لرو. د شاهین آسمایي لوبډله د اتلولۍ مدعي ده، مګر د میوند اتلان لوبډلې هم خپل تمرینونه په ښه توګه ترسره کړي او د نن ورځې سیالۍ کی د بریا لپاره ستره انګېزه لري تر څو وکولای شي پایلني پړاو ته لاره ومومي. زموږ د نن ورځې ترکیب ۴ – ۴ – ۲ دی، یو ټپي لوبغاړی لرو، مرتضی جعفري، د دفاعي کرښې لوبغاړی مو خپلې پښې کې د کسر له‎امله نه شي کولای دې سیالۍ کې ګډون ومومي، همدارنګه دوه نور لوبغاړي مو لږ ټپي دي خو که چېرې د لوبې تر وخت پورې ښه شوه، نو کېدای شي ګډون وکړي خو په هره توګه د تېرو لوبو پرتله، کېدای شي د لوبډلې ترکیب کې ځینې بدلونونه رامنځ ته شي.» هغوی زیاته کړه: «زموږ سیاله لوبډله، شاهین آسمایي ښه امکانات په واک کې لري، تاجېکستان هېواد کې یې تمریني کمپونه درلود، د شاهین لوبغاړو تمرین لپاره کافي فرصت درلود او په منظمه توګه یې خپل تمرینونه ترسره کړي په داسې حال کې چې نورو لوبډلو پرته له چمتووالې دې سیالیو کې ګډون وموند، شاهین آسمایي ډېره جدي ده، څو ځله یې په پرلپسې توګه د اتلولۍ سرلیک ګټلی، یوه ډېره پیاوړې لوبډله ده، موږ هم د یوې غوره سیالۍ لپاره ټولو اړتیاوو پام کې درلودنې سره، خپلې هلې‎ځلې ترسره کوو». 

د شاهین آسمایي روزونکي، مجتبی فیض وویل: «څرنګه چې زموږ د نن ورځې سیال تېر کال هم پایلني پړاو کې زموږ پر وړاندې لوبه ترسره کړې او د اتلولۍ سرلیک مدعي دی، موږ خپلې بشپړې چمتوولې لرو او پیغام مو همدا دی چې، موږ د خپلو مینه‎والو د خوشۍ لپاره لوبېږو او غواړو ټول پلویان مو د نن ورځې سیالۍ څخه راضي ووسي. هیڅ یو لوبغاړی مو ټپي او یا محروم نه دی، د نن ورځې سیالۍ کې هم ښآیي هماغه د دوهمې سیالۍ ترکیب پلي کړو».  

د میوند اتلان او شاهین آسمایی لوبډلو تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague)    کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې   (Afghanpremierleague.official)کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.