د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو لومړنې سیالي نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۳۰ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۶:۰۰ بجو د شاهین آسمایي او د میوند اتلان لوبډلو تر منځ د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره واچول شوه چې د ۱ – ۰ پایلې سره د تېر کال اتلولۍ سرلیک ګټونکې لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدل. 

شاهین آسمایي لوبه پر خپل نفس باندې د پام وړ اعتماد سره پیل کړه او ژر تر ژره یې د یو ګول ترسره کونې په لټه کې، په دوامداره توګه میدان خپل واک کې درلود، په داسې حال کې چې، د نوموړې لوبډلې ټول بریدونه بې‎پایلې وه او څرنګه چې د شاهین مینه‎والو تمه درلوده، یادې لوبډلې و نه شو کولای ډېره د پام وړ لوبه ترسره کړي. بلې خوا ته، اتلان یوازې د ځینې ضد برید فرصتونو څخه ګته پورته کړه، څرنګه چې دا بریدونه ډېر جدي وه مګر د کاوش حیدري له‎خوا ډېر په غوره توګه دفع شول. 

دواړو لوبډلو په مساوي توګه د خپلې سیالې لوبډلې د ګول پر وړاندې هلې‎ځلې ترسره کړې مګر لوبه د هیڅ یوه په ګټه نه شوه او لومړۍ نیمه د ۰ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل. 

دوهمه نیمه هم لومړۍ نیمې ته ډېره ورته وه، څرنګه چې دواړو لوبډلو د مستقیم او ضد بریدونو سره د خپل سیال ګول له ګواښ سره مخ کړ خو هیڅ یوې و نه شو کولای د فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي. 

په داسې حال کې چې په استیدیوم کې ټول ننداره‎چیان د خپلو لوبډلو د بې‎پایلې هڅو څخه ستړي شوي وه، لوبې تر ۹۰ دقیقې پورې پرته له هیڅ کوم توپیر دوام وموند، خو بلاخره د شاهین آسمایي لوبډلې څخه مصطفی افشار په وروستیو شېبو کې یو ګول ترسره کړ او خپله لوبډله یې تر خپل سیال مخکښ کړه. 

د میوند اتلان چې د لوبې په وروستیو شېبو کې له دې ناڅاپه او برخه‎ټاکونکې پایلې له امله ډېره وارخطا شوې وه، د خپل سیال ګول یې په پرلپسې توګه د لا زیاتو بریدونو ترسره کونې په ترڅ کې له ګواښ سره مخامخ کړ مګر لوب‎څار د شاهین آسمايي د ګول شاوخوا ته د لوبې پای شپېلۍ وغږول. 

د میوند اتلان یو ځل بیا بریالې نه شوه چې د خپل پیاوړي سیال پر وړاندې خپلې تاریخچې کې کوم بدلون رامنځ ته کړي او لوبه د ۱ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل. 

شاهین آسمایي اوس په پایلني پړاو کې د «الف - دوه» او یا «ب - یو»، د اباسین څپې او طوفان هریرود لوبډلو پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي، په داسې حال کې چې، نوموړې دوې لوبډلې سبا، د ۱۳۹۷ کال د لړم په لومړۍ نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي. 

د دې سیالۍ د غوره شېبو بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague)    کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبغاړو او لوبډلو تر ټولو تازه انځورونه د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼې(Afghanpremierleague.official)  کې ننداره کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.