کابل؛ د ۱۳۹۶ کال د وږې ۱۴ نېټه، د افغانستان غوره لیګ په یو رسنیز کنفرانس کې د افغانستان غوره لیګ د اتلولۍ ټورنمنټ د پیل نېټه د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۱۶ نېټه له غرمې نه مخ کې په ۰۲:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون په سټوډیوم کې اعلام کړه.

په دې رسنیز کنفرانس کې، ښاغلی یوسف کارګر، د افغانستان فوټبال فدراسیون تخنیکي مرستیال، ښاغلی شفیق ګوهري، د افغانستان غوره لیګ کمېشنر، شفیع شریفي، د روشن د اداري چارو رییس، او عبدالواحد واحدیار، د پامیر ګروپ شرکتونو ټولګې استازی، ګډون درلود. 

شفیق ګوهري، د افغانستان غوره لیګ کمېشنر وویل: «ډېر زیات خوشاله یم چې د غوره لیګ د شپږم څپرکې پیل اعلانوم. اوس‎مهال د فوټبال تر ټولو غوره لوبغاړي د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د یو بل هیجانوونکي پړاو سیالیو لپاره کابل ښار کې سره راټول شوي. د فوټبال زرګونه مینه‎وال له ډېرې بې‎صبرۍ سره د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د سیالۍ نندارې په تمه دي. د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د خپل رسمي شریکانو د همکارۍ سره، موږ باور لرو چې دا به د تر دې مهاله پورې د افغانستان غوره لیګ یو له تر ټولو غوره څپرکی وي.» همدارنګه، د افغانستان غوره لیګ کمېشنر د غوره لیګ په اصلي موخو، د نوي ورزشي استعدادونو موندنه او د افغان فوټبالیست ځوانانو ملاتړ، همدارنګه په افغانستان کې د فوټبال له لارې د سولې او یو بل پالنې د فضا رامنځ ته کونې په اړه ټینګار وکړ. ښاغلي ګوهري زیاته کړه: «د افغانستان غوره لیګ په بریالۍ توګه خپل موخو ته لاسرسۍ مومي او د افغانستان فوټبال فدراسیون او د خپلو نورو رسمي شریکانو په مرسته د فوټبال ودې ته ژمن دی.» 

د شپږم څپرکې پلي کېدنه د ۱۳۹۶ کال سیمه‎ییز ټورنمنټونو (د غوره لیګ په لور) بریالی پلي کېدنې ښکارندویي کوي چې په لړ کې یې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه، له هر زون څخه ۲۱ غوره لوبغاړي د ۸ غوره لوبډلو لپاره وټاکل شوه. 

شاهین آسمایي، د میوند اتلان، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، موجهای آمو، د سپین‎غر بازان، د اباسین څپې، او عقابان هندوکش د غوره لیګ اته اصلي لوبډلې دي چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه استازېتوب کوي او د دې ټورنمنټ په ډله‎يیز پړاو کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي، څرنګه چې بلاخره یوازې ۴ لوبډلې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره مومي. 

د ۱۳۹۶ کال غوره لیګ د پرانېستنې مراسم د غوره لیګ سندرې سره پيلېږي چې نامتو افغان سندرغاړي یې په لوبغالې کې په ژوندۍ بڼه ترسره کوي، ګڼ شمېر ننداره چیان د هېواد رنګین بیرغ جامې اغوندي او همدارنګه ګڼ شمېر نور هیجانوونکي مراسم او خپرونې په پام کې نیول شوي. 

د دې ټورنمنټ په لومړنۍ ورځې، د پنځم څپرکې اتله لوبډله او د کابل زون استازې، شاهین آسمایي، د هېواد ختیځ زون استازې، د سپین غر بازان پر وړاندې ځي. د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۶ کال اتلولۍ ټورنمنټ دوې ډلې (الف او ب)، د پچې اچونې په یو ځانګړي مراسم کې څرګنده شوې. دا مراسم د وږې په ۳ نېټه کابل ښار کې په لاره واچول شوه او د طلوع ټلویزون له لارې خپور شوه. 

کرام الدین کریم، د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس وایي: «له هر څه نه وړانډې غواړم د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې پیل په اړه د افغانستان ټول شریف او درنو خلکو ته مبارکي ووایم. خوشاله یم چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د موبي‎ګروپ او د دې لیګ د مالي ملاتړ کوونکو، روشن او د پامیر ګروپ شرکتونو د همکارۍ سره، پنځه څپرکې په خوشالۍ او بریالۍ توګه تېرې کړې او اوس د دې لیګ شپږم څپرکی پیلوو. په داسې حال کې چې لیګ د ځینو ستونزو سره مخامخ دی مګر زموږ همکاران هڅه کوي تر څو دا ستونزې هم هوارې شي او په نږدې راتلونکې کې یو معیاري او له ستونزو څخه تش لیګ ولرو. د افغانستان فوټبال فډراسیون چارواکو او د افغانستان غوره لیګ د آسیا فوټبال کنفډارسیون له چارواکو سره ګڼ شمېر غونډې درلودې او خپرونه مو دا ده چې وکولای شو غوره لیګ ته وده ورکړو او زموږ لیګ د ټولو پام ځان ته واړوي. همدارنګه، د آسیا فوټبال کنفدراسیون له چارواکو سره د خبرواترو په لړ کې، وروسته له دې ټاکل شوې چې د افغانستان غوره لیګ اتل د افغانستان په استازېتوب د آسیا کلبونو جام کې ګډون ومومي. بیا هم هیله‎من یم چې د غوره لیګ شپږم څپرکی یو غوره او بریالی څپرکی ووسي او د خپل ټولو ګرانو خلکو څخه هیله‎من یم چې لوبغالې ته راشي او د خپل په زړه پورې لوبډلو څخه ملاتړ وکړي.»

د افغانستان غوره لیګ د اصلي بهیر د پیل مراسم او همدارنګه د دې هیجانوونکي ټورنمنټ ټولې سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. سربېره پر دې، د دې سیالیو کلیپونه او انځورونه په آنلاین توګه د افغانستان غوره لیګ د رسمي یوټیوب پاڼې او  همدرانګه د نورو ټولنیزو رسنیو پلټ فرمونو له لارې خپرېږي. د دې سیالیو د غوره شېبو د نندارې لپاره، د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې تعقیب کړئ. د  خپل په زړه پورې لوبډلو د تازه انځورونو ترلاسه کونې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د افغانستان غوره لیګ د راتلونکو پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ رسمي پاڼې ته (www.afghanpremierleague.com) مراجعه وکړئ.