د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې، د هغو څراغونو په وړانګو کې چې تېر کال نصب شوي وه، د شپې له‎خوا او په استیدیوم کې د ګڼ‎شمېر ننداره‎چیانو په شتون کې، یو ځل بیا د هېواد د ننه او بهر هېوادونو کې مېشت میلیونونو افغانانو پام ځان ته راواړوی. د اووم څپرکې سیمه‎ییز ټورنمنټونو سیالۍ هم د اصلي بهیر سیالیو په څېر ډېرې حساسې او هیجانوونکې وې، او هر زون تر ټولو غوره لوبغاړي د غوره لیګ د تخنیکي غړو، او همدارنګه د افغانستان فوټبال فدراسیون په همکارۍ وټاکل شوه چې وروسته یې په کابل کې، په خپل اړوندو لوبډلو کې چې د ۳۴ ولایتونو او د هېواد ۸ زونونو څخه یې استازېتوب کاوه، د خپل سیال لوبډلو پر وړاندې ولوبېدل. 

د پچې اچونې پر اساس، شاهین آسمایي، د اباسین څپې، موج‎های آمو، د سپین‎غر بازان په «الف» ډلې کې، او طوفان هریرود، د میوند اتلان، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش لوبډلو په «ب» ډلې کې ځای وموند – او، دا سیالۍ د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۱۵ نېټه پیل شوې. 

شاهین آسمایي، هغه لوبډله چې د څو کلونو راهیسې یې د اتلولۍ سرلیک د ځان په ګټه خوندي کړی، ټاکل شوې وه چې د موج‎های آمو، د اباسین څپې، او د سپین‎غر بازان لوبډلو پر وړاندې ولوبېږي. نوموړې لوبډلې یو ځل بیا خپل درې واړه سیال لوبډلو ته ماتې ورکونې او د هیڅ بایلې نه درلودنې په ترڅ کې په ټوله‎ییزه توګه د ۹ امتیازونو ترلاسه کونې سره، د «الف» ډلې د نوملړ په سر کې د اووم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. 

بلې خوا ته، طوفان هریرود، په ۱۳۹۱ کال کې د افغانستان غوره لیګ لومړی اتل، ټاکل شوې وه چې د سیمرغ البرز، د هېواد شمال زون استازې، د میوند اتلان، د غوره لیګ دوه پړاو دوهم اتل، او عقابان هندوکش پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي. د شاهین آسمایی په شان، نوموړې لوبډلې هم خپل درې سیال لوبډلو ته ماتې ورکونې سره، په ټوله‎ییزه توګه د ۹ امتیازونو درولونې سره د خپل اړوند نوملړ په سر کې د اووم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. 

د شاهین آسمایی او طوفان هریرود سربېره، د میوند اتلان او د اباسین څپې هم په ترتیب سره د ۶ او ۴ امتیازونو ترلاسه کونې سره نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. د سږ کال نیمه‎پایلني پړاو ډېر ژر او یوازې دوو لوبو کې ترسره شو. شاهین آسمایي د خپل دوه‎ځله فاینلسټ سیال، د میوند اتلان پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه او نوموړې لوبډلې ته یې د ۱ – ۰ پایلې سره ماتې ورکړه، په داسې حال کې چې طوفان هریرود د اباسین څپې پر وړاندې ولوبېدل او د ۴ – ۰ بریا په ترڅ کې یې د اووم څپرکې پایلنې سیالۍ کې د شاهین آسمایي پر وړاندې لوبه ترسره کړه. 

په اووم څپرکې کې د طوفان هریرود سفر د کوم ګواښ سره مخامخ نه شو، او نوموړې لوبډلې خپل ویاړمن سیال ته په پایلنې سیالۍ کې چې د ۱۳۹۷ کال د لړم په ۳ نېټه په لاره واچول شوه، ماتې ورکونې سره د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۷ کال رحماني بنسټ اتل شو. 

پایلوبه ۳۰ اضافي دقیقو ته ستنه شوه، څرنګه چې طوفان هریرود بلاخره په ۱۰۲ دقیقې کې خپل اړین ګول ترسره کړ او د لوبې پاتې وخت کې یې دفاعي لوبه ترسره کړه، خو بلې خوا ته، شاهین آسمایي، د ټولو هڅو سربېره د لوب‎څار د شپېلۍ سره خپله ماته ومنل او طوفان هریرود، په ۱۳۹۱ کال کې د غوره لیګ لومړی اتل، وروسته له ۶ کلونو تاریخ تکرار کړ. 

سیمرغ البرز د ميړانې لوبې ډالۍ ترلاسه کړه. د طوفان هریرود لوبغاړي، یار محمد ذکرخیل د غوره لوبغاړي او طلایي بوټ ډالۍ ترلاسه کړه. د میوند اتلان لوبډلې څخه حمیدالله وکیلي د دې ټورنمنټ د غوره ګول‎ساتونکي ډالۍ ترلاسه کړه. 

د افغانستان غوره لیګ د اووم څپرکې رحماني بنسټ بشپړ کلیپونه او غوره شېبې د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې د لاسرسۍ وړ دي. د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (Afghanpremierleague.official) کې ننداره کړئ. 

د اووم څپرکې سیالیو پایلي

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۱۵ نېټه

شاهین آسمایي د اووم څپرکې لومړۍ کتنې کې بریالې شوه

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۱۶ نېټه

د میوند اتلان د ۲ – ۰ پایلې سره عقابان هندوکش ته ماتې ورکړه  

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۱۷ نېټه

د اباسین څپې د سپین‎غر بازان ته ماتې ورکړه  

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۱۸ نېټه

طوفان هریرود د ۱ – ۰ پایلې سره سیمرغ البرز ته ماتې ورکړه  

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۱۹ نېټه

شاهین آسمایي د اباسین څپې ته ماتې ورکړه

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۰ نېټه

د میوند اتلان د طوفان هریرود لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړل

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۱ نېټه

د سپین‎غر بازان او موج‎های آمو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د ۱ – ۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۲ نېټه

سیمرغ البرز عقابان هندوکش ته ماتې ورکړه

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۳ نېټه

شاهین آسمایي د سپین‎غر بازان ته ماتې ورکړه  

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۴ نېټه

د میوند اتلان نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۵ نېټه

د اباسین څپې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۶ نېټه

طوفان هریرود ډله‎ییز پړاو کې خپل دریمې کتنې کې بریالې شوه

د ۱۳۹۷ کال د تلې ۳۰ نېټه

شاهین آسمایي د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې پایلني پړاو ته لاره وموندل  

د ۱۳۹۷ کال د لړم ۱ نېټه

طوفان هریرود د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې پایلني پړاو ته لاره وموندل  

د ۱۳۹۷ کال د لړم ۳ نېټه

طوفان هریرود افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې رحماني بنسټ اتلولۍ سرلیک ترلاسه کړ