دا خبري غونډه د خبریالانو په شتون کې د پرون له غرمې نه مخ کې د دوشنبې ښار اطلس هوټل کې په لاره واچول شوه. د دې غونډې پیل کې محمد جان حمیداللهوف او صفر علي کریموف د حاصلات لوبډلې مشر روزونکي او کپټان د سبا سیالۍ په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ. 

محمد جان حمیدالهوف د حاصلات روزونکي خپلې خبرې د افغانستان روشن غوره لیګ اتل شاهین آسمایي د هرکلۍ سره پیل کړې او په دوام کې یې د حاصلات د مشرتابه هیئت او د دې لوبډلې مینه‎والو ته د دې لوبډلې د هغو اړینو شرایطو چمتووالې او هڅو په اړه وویل چې د آسیا فوټبال کنفډراسیون ډله‎ییز پړاو ته د صعود لپاره ترسره کېږي. حمیداللهوف له دې سیالۍ نه وړاندې د ۴ ملګریزو سیالیو ترسره کونې ته اشاره وکړه او و یې ویل چې د دې سیالیو لپاره د حاصلات اصلي ترکیب جوت شوی دی. 

د تاجېکستان حاصلات لوبډلې مشر روزونکي دې ټکې ته اشاره وکړه چې په دوشنبې ښار کې د دواړو تګ راتګ سیالیو په لاره اچونه د شاهین پر وړاندې د حاصلات لپاره یو مثبت ټکی دی او په دې اړه یې د ننداره‎چیانو ملاتړ یادونه وکړه. 

هغه په دوام کې دې ټکې ته اشاره وکړه چې د شاهین آسمایي د لوبې سیسټم او همدارنګه د بایر اېګمبرډیوف د تفکر په اړه معلومات لري او د افغانستان فوټبال اتلان یې وستایل. 

صفر علي کریموف د حاصلات کپټان هم په دې خبري ناستې کې ډله‎ییز پړاو ته د صعود په اړه وویل او د شاهین آسمایي پر وړاندې یې د یوې غوره سیالۍ په اړه خبرتیا ورکړه. 

وروسته له دې چې د حاصلات لوبډلې مشر روزونکي او کپټان د خبریالانو پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ، بایر اېګمبرډیوف او سمیع الله محمدي د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړه. 

پیل کې، بایر اېګمبرډیوف دا یادونه وکړه چې شاهین د لومړي ځل لپاره داسې سیالیو کې ګډون مومي او زیاته یې کړه چې موږ د حاصلات پر وړاندې یوې رضایت بخښوونکې پایلې په تمه لوبېږو. اېګمبرډیوف وویل چې که څه هم زموږ لوبډله خپلې دواړې تګ راتګ سیالۍ په دوشنبې ښار کې ترسره کوي خو بیا هم موږ ډېر د بریا تمه لرو. همدارنګه، هغه د حاصلات د کمزوره او مثبتو ټکو په اړه معلومات درلودنې ته اشاره وکړه او د تاجېکستان هېواد د یوه روزونکي په توګه یې د حمیداللهوف څخه یادونه وکړه. 

په پای کې، هغوی خبریالانو ته وویل چې شاهین آسمایي وروستي پړاو ته د صعود لپاره ډېره ستره انګېزه لري. 

د بایر اېګمبرډیوف وروسته سمیع الله محمدي ته وار ورسېد. د شاهین آسمایي کپټان خپلې خبرې د افغانستان امنیتي حالت یادونې سره پیل کړې او و یې ویل چې د سیالۍ کوربه‎توب د هغو پر لوبډلې باندې څه اغېزې درلودای شي. 

همداراز هغه هم یادونه وکړه چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان استازې لوبډله نړیواله سیالیو ته لاره مومي او و یې ویل چې موږ د حاصلات پر وړاندې بریا او وروستي پړاو ته د صعود لپاره دلته راغلي یو. د شاهین کپټان د خبریالانو پر وړاندې وویل چې فوټبال د افغانستان راتلونکې کې ډېره اړینه اغېزه لري او په تاجېکستان کې د مېشت افغانانو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو د شاهین آسمایي څخه د ملاتړ لپاره دې سبا د دوشنبې ښار مرکزي لوبغالې ته راشي. 

د شاهین آسمایي او حاصلات لوبډلو تګ سیالۍ د آسیا فوټبال کنفډراسیون په پلې آف پړاو کې نن سې‎شنبې د افغانستان پر وخت، له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د دوشنبې ښار مرکزي سټوډیوم کې په لاره اچول کېږي. 

د دې هیجانوونکې سیالۍ شېبه په شېبه خبرونو څارنې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ ټولنیزې رسنۍ تعقیب او لایک کړئ. د شاهین آسمایي د دې وروستۍ سیالۍ په اړه لا زیات لوستنې لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ وېب‎پاڼې،www.afghanpremireleague.com ته مراجعه وکړئ او د دې سیالۍ د انځورونو نندارې لپاره، د دې لیګ اېنسټاګرام پاڼهAfghanpremierleague.official لایک کړئ.