د کابل استازې، شاهین آسمایي د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو کې د خپل غوره لوبې سره وکولای شو په پرله‎پسې توګه د څلورم ځل لپاره د دې لیګ نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي. د اتلولۍ سرلیک ساتونکی، شاهین آسمایي د دې لیګ په تېرو څپرکو کې دوه ځله دوهم مقام، او یو ځل د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال د اتلولۍ سرلیک ترلاسه کړی وو خو دا په داسې حال کې ده چې شاهین وروستې ځل د دریمې اتلولۍ ترلاسه کونې لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو کې د اتلولۍ سرلیک له اصلي مدعیانو څخه ښکاره شو.

شاهین آسمایي د پنځم څپرکې سیالۍ په داسې حال کې پیل کړه چې د خپلې لوبډلې په ترکیب کې یې ګڼ شمېر بدلونونه راوېستي وه، داسې اټکل کېږي چې دا لوبډله د تېرو کلونو په پرتله د ۷۵ سلنې بدلون شاهد وه. د شاهین زیاتره لوبغاړو، په دې وروستیو کې د دې لوبډلې ترکیب کې برخه اخیستې وه. داسې ښکارېدل چې دا لوبډله د خپل د دې څپرکې سیالیو لپاره د خپل تر ټولو تکړه لوبغاړو سره ډېر په ښه توګه چمتو شوې وه. امرالدین شریفي، سمیع‎الله محمدي، سید محمد هاشمي، سید ناصر حسیني، جمیل ناصري، او روهیت سمندري د دې لوبډلې نامتو څېرې دي. امرالدین شریفي له ویاړ سره وکولای شو د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سرو زرو بوټ ترلاسه کړي.

څه نا څه د دې لوبډلې ټولو مینه‎والو تمه درلوده چې شاهین وکولای شي د خپل پیاوړي سیال (طوفان هریرود) پر وړاندې بریا سره د ډله‎ییز پړاو لومړۍ سیالۍ کې وځلېږي. مګر په ډېر ناببره توګه، د هغو دا هیله عملي نه شوه او شاهین د ۰ – ۲ پایلې سره دې لوبې کې ماتې وخوړل. له دې ماتې سره چې ډېر له وخت نه وړاندې ګڼل کېده؛ د ۱۳۹۵ کال په ټورنمنټ کې د شاهین کړنه وغندل شوه مګر طلایي‎اغوستونکو وکولای شو د ډله‎ییز پړاو په وروستیو سیالیو کې د اباسین څپې او د میوند اتلان پر وړاندې د ۶ امتیازونو سره پایلني پړاو ته لاره ومومي. په دې پړاو کې، شاهین وکولای شو سیمرغ البرز د ۱۰ – ۳ پایلې سره له خپل مخه لرې کړي.

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلنې سیالۍ کې د شاهین آسمایي سیال د میوند اتلان لوبډله وه؛ څرنګه چې دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره یوه ډېره ګرانه لوبه وه. په لومړې نیمې کې، دواړو لوبډلو وکولای شو د یو بل د ګولونو پر وړاندې ډېر خطرناکه فرصتونه برابر کړي مګر په دوهمې نیمې کې، امرالدین شریفي له ۲ ګولونو سره خپله لوبډله وړاندې کړه. په پای کې، دا لوبه د ۲ – ۱ پایلې سره د شاهین په ګټې پای ته ورسېدل.

له دې بریا سره شاهین وکولای شو د دریم ځل لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ د اتلولۍ جام خپل کور ته یوسي.