د میوند اتلان، څرنګه چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو کې د پنالټي شوټونو سره، د ۲ – ۴ پایلې سره د سپین‎غر بازان څخه مغلوب شو، د افغانستان روشن غوره لیګ پنځم څپرکې کې له دې هیلې سره ښکاره شو چې وکولای شي د اتلولۍ جام خپل کور ته یوسي. د دې لوبډلې د روزنولۍ مسئولیت د فیفا جواز لرونکي روزنکو پر غاړې درلود. 

په ډله‎ییز پړاو کې، اتلان وکولای شو د طوفان هریرود او د اباسین څپې لوبډلو ته ماتې ورکړي؛ که څه هم، د شاهین آسمایي پر وړاندې یې د ۰ – ۱ پایلې سره ماتې وخوړل. دې لوبډلې د ۶ امتیازونو او د ګولونو غوره توپیر سره د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل څرنګه چې په دوو تګ راتګ لوبو کې د موج‎های آمو پر وړاندې لوبې ته اړ وه. میوند په تګ لوبې کې د ۳ – ۲ پایلې سره او راتګ لوبې کې د ۰ – ۲ پایلې سره موج‎های آمو ته ماتې ورکړه او له دې پایلو سره یې پایلنې سیالۍ ته خپل صعود قاطع کړ. 

څرنګه چې وړاندویل شوې وه، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلنې سیالۍ، د میوند اتلان لوبډلې لپاره تر ټولو ګرانه سیالۍ وه ځکه چې هغوی د شاهین آسمایي پر وړاندې ودرېدل، هغه لوبډله چې ۲ ځله یې د اتلولۍ سرلیک ترلاسه کړی وو. د پایلنې لوبې په لومړۍ نیمه کې د میوند اتلان ډېره هڅه وکړه تر څو خپل ګول خوندي وساتي او د ګول وهنې لپاره د هغو هڅو هم کومه ګټه نه درلوده. په دوهمې نیمې کې سیالۍ ډېره هیجانوونکې شوه، شاهین د لوبې لومړی ګول ترسره کړ په داسې حال کې چې لږ وروسته له هغه، سعید ابراهیمي، د میوند لوبغاړی، وکولای شو د پنالټي سیمې څخه د لوبې پایله مساوي کړي. په دوام کې، شاهین د پرله‎پسې بریدونو سره د لوبې پایله ۲ – ۱ ته ورسول. 

په دې توګه د میوند اتلان د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلنې سیالۍ کې د ۱ – ۲ پایلې سره د شاهین آسمایي څخه ماتې وخوړل او د دې څپرکې د دوهم اتل په توګه وپېژندل شو. 

قیوم څپاند، فیض فیضي، یارمحمد ذکرخېل، منان عظیمي، سعید ابراهیمي، سیدباقر میرسلیمي، او مرتضی جعفري په دې څپرکې کې د دې لوبډلې ځینې ډېر پېژندل شوي څېرې وې. 

یارمحمد ذکرخېل د سرلوړۍ سره وکولای شو د میوند اتلان لپاره د دې څپرکې د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړي. 

د دې سیالیو بشپړ ویډیو کلیپونه او همدارنګه غوره او په زړه‎پورې حساسې شېبې د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague کې د لاسرسۍ وړ دي. د پنځم څپرکې انځورونو نندارې لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه   afghanpremierleague.officialتعقیب کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ.