د سپین‎غر بازان د افغانستان د ختیځې حوزې په استازېتوب د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال کې د خپل اتلولۍ سرلیک څخه دفاع‎کونې لپاره، کابل ته راغلل. دا لوبډله د فیفا له‎خوا د روزنولۍ جواز درلودونکي یوه تاجېکستاني روزونکي تر څارنې لاندې وه.

د سپین‎غر بازان وکولای شو په پنالټي برخې کې د ۴ – ۳ سره په څلورم څپرکې کې د شاهین آسمایي پرلپسې اتلولۍ تم کړي او د افغانستان روشن غوره لیګ کې د خپلې لومړۍ ځل اتلولۍ جشن ولمانځي.

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پچې اچونې پر اساس، د سپین‎غر بازان په «ب» ډلې کې د عقابان هندوکش، سیمرغ البرز، او موج‎های آمو سره ځای وموند.

بازان د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال سیالۍ د ډاډ سره، او د خپلې اتلولۍ سرلیک خوندیتوب په هیله پیل کړه. مګر دا لوبډله د خپل ډله‎ییز پړاو لومړې سیالۍ کې د خپل سیال پر وړاندې تم شوه. همدارنګه، په ډله‎ییز پړاو کې د عقابان هندوکش پر وړاندې دوهمې سیالۍ کې هم دا لوبډله د ۰ – ۰ پایلې سره تم شوه. د دې لوبډلې دوهمه مساوي د دې لوبډلې د حذف کېدنې چانسونه لا زیات کړه.

د سپین‎غر بازان د خپل ډله‎ییز پړاو دریمې سیالۍ کې د موج‎های آمو پر وړاندې د خپلې لومړۍ بریا لپاره هڅه کول چې د خپل هر فرصت څخه ګټه پورته کړي او د حذف کېدنې خطر څخه ووځي، مګر د ۰ – ۲ پایلې سره حذف شوه. بازان د دوو مساوي او یوې ماتې سره و نه شو کولای شو د پنځم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي او په اووهم مقام کې تم شو.

د سپین‎غر بازان د لوبې حساسې شېبې د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague کې د  لاسرسۍ وړ دي. د دې لوبډلې او د افغانستان روشن غوره لیګ په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره د دې لیګ رسمي وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ. د سپین‎غر بازان د لوبډلې لا زیاتو انځورونو نندارې لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه Afghanpremierleague.official لایک کړئ.