لیکوال: پاول ویلیامز، الجزیره 

شاهین آسمایي د افغانستان لومړنی فوټبال کلب دی چې د آسیا فوټبال کنفډراسیون بهیر ته لاره مومي. مګر د دې لوبډلې لوبغاړو د خپل ودې لاره ډېر له ډېرو ستونزو سره مځل کړې. 

د افغانستان فوټبال نړۍ په اړه چې د یو ډول مخ پر زیاتېدو «بریا په هر حالت کې» ځانګړتیا تر اغېزې لاندې راغلې، دا ډېر زیات د پام وړ ټکی دی چې د ځینو لپاره یوازې ګډون د بریا امتیاز لري. 

د شاهین آسمایي فوټبال کلب، د افغانستان د پلازمېنې استازی، د لومړني افغان فوټبال کلب په توګه چې د دې میاشتې په وروستیو کې د آسیا فوټبال کنفډراسیون سیالیو ته لاره مومي، تاریخ رامنځ ته کوي. 

شاهین آسمایي، د افغانستان روشن غوره لیګ ۲۰۱۶ کال اتل او یاد ټورنمنټ ته لاره موندونکې یو له ټیټ رتبه لرونکې لوبډله څخه، د دې سیالیو پیلني پړاو تګ راتګ حدفي لوبو کې د تاجېکستان خوسیلوټ لوبډلې پر وړاندې ځي. ځینې تمه لري چې هغوی د لومړني پړاو څخه مخ پر وړاندې فکر وکړي. مګر یوازې په دې ټورنمنټ کې ګډون او د افغانستان فوټبال لوبډلو هلې‎ځلي نندارې ته وړاندې کونه، د دې لوبډلې غوره بریدکوونکي امرالدین شریفي لپاره د ویاړ برخه ګڼل کېږي. 

په افغانستان کې د فوټبال لوبغاړي کېدنه هغه څه نه ده چې د نورو هېوادونو لوبغاړو تجربه او یا تصور کړي وي. 

د لیورپول پخواني مدیر یو ځل وویل چې فوټبال د مړیني او ژوند مسئله نه ده، بلکې تر دې هم زیاته اړینه ده. 

د ځینو لپاره یوازې فوټبال لوبېدنه د مرګ او ژوند مسئله ده. 

حشمت الله بارکزۍ د طالبانو د رژیم پر مهال د افغانستان په یو شمالي ولایت، بغلان کې لوی شو. په داسې کې چې د لوبډلې ځینې ملګرو یې خپل ژوند له هېواده بهر تېر کړی، هغه تل په افغانستان کې اوسېدلی. د الجزیرې سره په یوې مرکې کې، نوموړي وویل، «په افغانستان کې د جګړې پر مهال فوټبال ته پاملرنه زما لپاره تل ګران کار وو.»

«د طالبانو د رژیم پر مهال، د ډېرو شیانو وړاندوینه د امکان وړ نه وه او خلک خوندي نه وه، په ځانګړې توګه ماشومان. د دې لپاره چې وکولای شم ولوبېږم، زه مجبوره وم چې د خپل خوندیتوب لپاره خپل پلار او یا نیکه له ځانه سره د لوبې میدان ته یوسم.»

«حتی ځینې سیالۍ په ناڅاپه توګه په نیمایي کې تم کېدې، ځکه چې نږدې سیمو کې جګړه رامنځ ته کېدل. هغه وخت زه یو ماشوم وم او هر کله چې جګړه رامنځ ته کېدل، زه وېرېدم. بارکزۍ الجزیرې ته وویل، « په افغانستان کې د جګړې پر مهال فوټبال ته پاملرنه زما لپاره تل ګران کار وو.»

د فوټبال په نړۍ کې د افغانستان وده تر یوه حده پورې په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان روشن غوره لیګ د ودې سره اړوند کېږي. په داسې حال کې چې دا لیګ د نړۍ تر ټولو کوچني فوټبال لیګونو څخه دی، او پایلنې لوبې ته د رسېدنې لپاره یوازې ۶ پړاو سیالۍ په کښې ترسره کېږي، د افغانستان روشن غوره لیګ مرستیال کمېشنر ضاء آریا د ویناوو سره سم، اغېزې یې د افغانستان فوټبال په ودې کې ډېر د پام وړ ګڼل شوي. 

ښاغلي آریا وویل، «د افغانستان روشن غوره لیګ د افغانستان فوټبال په ودې کې ډېره اړینه ونډه لوبولې. دې لیګ د افغانانو تر منځ د ملي یووالې ټینګښت لپاره ډېره مرسته کړې. دې څپرکې کې، موږ د افغانستان له غربي حوزې، هرات څخه ځینې غوره لوبغاړي ولیدل چې د هېواد د ختیځ استازې، د سپین غر بازان لوبډلې کې ولوبېدل.»

«دا د یووالې او مثبت بدلونونو اړوند ځینې هغه ټکې دي چې موږ غواړو د افغانستان روشن غوره لیګ له لارې یې په ټولنې کې پلي کړو.»

همدارنګه، د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د شاهین آسمایي د تمرینونو او سیالیو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com مراجعه او www.youtube.com/afghanpremierleague یوټیوب پاڼې کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبډلې انځورونو نندارې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. 

پاول ویلیام، یو آسټرالیایي لیکوال دی چې د آسیا فوټبال په اړه رپورټ وړاندې کوي. 

بشپړه مقاله لاندې لینک کې د لاسرسۍ وړ ده: 

http://www.aljazeera.com/indepth/features/2017/01/football-road-recognit...