د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۶ کال سهیل‎ختیځ زون سیمه‎ییز ټورنمنټ (د غوره لیګ شپږم څپرکې په لور) سیالۍ د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ له ۲۵ ڼېټې څخه د چنګاښ تر ۲۹ ڼېټې په کابل ښار کې، د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره واچول شوې. په دې هیجانوونکې سیالیو کې، اووه لوبډلې، خوست «الف»، لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست «ب»، او میدان وردګ لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. 

د افغانستان فوټبال فډراسیون روزونکي چې د فیفا د او آسیا فوټبال کنفډراسیون له‎خوا د روزنولۍ جواز درلودونکي دي، د اباسین څپې لوبډلې لپاره د ۲۱ غوره لوبغاړو د ټاکنې په موخه، یادو سیالیو کې ټول ګډون‎کوونکي لوبغاړي ډېر په ځېر سره وآزمویل. ټاکل شوې چې دا ۲۱ غوره لوبغاړي د افغانستان غوره لیګ اصلي بهیر کې د اباسین څپې لوبډلې لپاره ولوبېږي. د افغانستان غوره لیګ اصلي بهیر د سږ کال وږې میاشتې کې پیلېږي.

د دې ټورنمنټ څلور ورځني سیالیو د لړۍ په دوام کې، خوست «ب» په پایلنې سیالۍ کې خپل سیال، غزني لوبډلې ته د ۲ -۱ پایلې سره ماتې ورکړه او په دې توګه یې د افغانستان غوره لیګ سهیل ختیځ زون سیمه‎ییز ټورنمنټ اتلولۍ سرلیک ترلاسه کړ. عبدالرحیم، د غزني لوبډلې منځني کرښې لوبغاړی، د دې ټورنمنټ د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. د خوست لوبډلې مصور عطایي د غوره ګول ساتونکي ډالۍ ترلاسه کړه او همدارنګه د مېړانې لوبې ډالۍ هم پکتیا لوبډلې ته ځانګړې شوه. 

د اباسین څپې د هېواد د سهیل ختیځ زون څخه استازېتوب کوي. له خواشینۍ سره یادې لوبډلې تر اوسه پورې د افغانستان غوره لیګ په هیڅ یو بهیر کې کوم د پام وړ بریا نه ده ترلاسه کړې او په عمومي توګه هر ځل د ډله‎ییز پړاو سیالیو کې حذفه شوې ده. که څه هم، د اباسین څپې د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې کې د ویاړ ترلاسه کونې لپاره ډېره هیله‎منه ده. 

د سهیل ختیځځ زون سیمه‎ییز ټورنمنټ د پایلنې سیالۍ کلیپونو نندارې لپاره او همدارنګه د اباسین څپې د ۲۱ غوره لوبغاړو نندارې لپاره د (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې ته مراجعه وکړئ. د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ او د اباسین څپې، او د غوره لیګ د نورو لوبډلو تازه انځورونه ترلاسه کړئ. د غوره لیګ شپږم څپرکې اصلي بهیر په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.