د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې ډله‎ییز پړاو اتمه سیالۍ نن، د ۱۳۹۸ کال د وږې په ۴ نېټه، د عقابان هندوکش او د اباسین څپې لوبډلو تر منځ په لاره اچول کېږي. دا د دواړو لوبډلو دوهمه سیالۍ ده. په خپله لومړۍ لوبه کې، د عقابان هندوکش لوبډله له شاهین آسمایي لوبډلې څخه ماته وخوړه او د اباسین څپې لوبډله هم د سپین غر بازان لوبډلې ته ۱-۴ وبایله. 

 دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې له ماښام په ۶:۰۰ بجو ترسره کېږي. د پچي اچونې له مخې، دا دواړه لوبډلې د اتم څپرکې په (ب) ډله کې د شاهین آسمایي او د سپین غر بازان لوبډلو تر څنګ ځای په ځای شوي دي.

د (ب) ډلې ته په کتلو سره، دا باید پام کې ونیول شې چې د دی لوبې ګټل د دواړه ټیمونو لپاره راتلونکې پړاو د تګ لپاره خورا مهمه ده. عقابان هندوکش لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د شاهین آسمایي پر وړاندې له لاسه ورکړې او دوهمه بایله به دوې ته ډېر ګران تمام شي، پداسې حال کې چې د اباسین څپې هم تر دې دمه هیڅ امتیاز نه لرې.

د عقابان هندوکش مشر روزونکی ظاهر حسني په وینا، د دوې لوبډله د دوه روښانه اهدافو سره میدان ته ننوځي، لومړی د درې نمرو لاسته راوړل او دوهم د لیدونکو لپاره یو ښایسته لوبه وړاندې کول دی.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.