د اباسین څپې د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې رحماني بنسټ ډله‎ییز پړاو کې سپین‎غر بازان لوبډلې ته ماتې ورکونې سره خپل درې امتیازونه ترلاسه کړل. دا سیالۍ نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۱۷ نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون کې په لاره واچول شوه.

هماغسې چې ښاغلي ضیاء عظیمي، د سپین‎غر بازان لوبډلې روزونکي او نن ورځ د اباسین څپې پر وړاندې سیالې لوبډلې مشر، وړاندوینه کړې وه، اباسین نور د تېر کال اباسین نه دی او د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې رحماني بنسټ ډله‎ییز پړاو کې، په خپلې لومړۍ کتنې کې څو ځله د تېر کال په پرتله پیاوړې څرګنده شوه. په ښه توګه څرګنده وه چې د دې لوبډلې د سږ کال لوبغاړي چې ځینې یې په ملي لوبډلې کې هم شتون لري، د نړیواله میدانونو تجربې سره، په رښتیا ډېر غوره لوبغاړي دي.

اباسین څپې د لوبې دوهمې دقیقې کې د زین الدین شریفی، د دې لوبډلې پېژندل شوي بریدکوونکي له‎خوا ګول سره او همدارنګه یوازې د اووه دقیقو وروسته د عبیدالله فضلي له‎خوا دوهم ګول سره د خپل سیال پرتله ډېر وړاندې وه.

خو بلې خوا ته، د سپین‎غر بازان لوبغاړي د دې ګولونو له‎امله خپله آرامتیا له لاسه ورکړه او ډېر زیات چټکه لوبه یې ترسره کړه چې تر ډېرې مودې یې کومه ګټه نه درلوده او نه یوازې دا بلکې بازانو له دې چلند سره ګڼ‎شمېر ښه ضد برید فرصتونه هم له لاسه ورکړه، او همدارنګه، په ټوله‎ییزه توګه یې لوبډلې کې یو ډول بې‎نظمي ښکاره شوه.

د اباسین سیال، د دې ګولونو د جبران لپاره ډېره جدي لوبه ترسره کړه او اباسین یې اړ کړ چې یو ډول دفاعي حالت غوره کړي او په دې توګه د اباسین یوازې یوه بریدکوونکي د سیالې لوبډلې ډګر کې شتون درلود تر څو د ضد بریدونو څخه ګټه پورته کړي.

د لوبې سرعت د لومړۍ نیمې تر پایلني شېبو پورې په پرلپسې توګه زیاتېدی او د سپین‎غز بازان هلې‎ځلې په ۴۴ دقیقې کې د ګټې وړ شوې، څرنګه چې هدایت الله قریشي ۴۴ دقیقې کې د خپلې لوبډلې په ګټه لومړی ګول ترسره کړ چې تر یوه حده پورې د لوبډلې د انګېزې زیاتوالې لپاره د ګټې وړ شو مګر د لوبې ۲ اضافي دقیقې هم د اباسین څپې لوبډلې بریدونو سره دوام وموند او لومړۍ نیمه د ۲ – ۱ پایلې سره پای ته ورسېدل.

د سپین‎غر بازان دوهمه نیمه پر خپل نفس باندې اعتماد سره پیل کړه، په داسې حال کې چې د اباسین څپې هم په مساوي توګه او په ځینې حالتونو کې، د ضد بریدونو څخه په ګټې اخیستنې او په همدې حال کې د مستقیم بریدونو ترتیب کونې سره، تر خپل سیال ډېر پیاوړې او واکمنه ښکاره شوه. ډېر ژر، د لوبې ۶۰ دقیقه د اباسین لوبډلې لپاره نیکمرغۍ په لړ کې درلوده او عبیدالله فضلي څه نا څه یو ضایع شوی فرصت په ګول بدل کړ او کار یې د سپین‎غر بازان لپاره ګران کړ. 

د اباسین څپې دوهمې نیمې کې هم تر خپل سیال ډېره وړتیا وښودل مګر دواړو لوبډلو څو ځله د خپل سیال ګول د خطر سره مخامخ کړ او په همدې حال کې یې خپله دفاعي کرښه هم پیاوړې حفظ کړه او دا چلند د سپین‎غر بازان لپاره ژرتره د ګټې وړ شو او شیر علي لعلي دویم ګول په ۸۷ دقیقې کې د خپلې لوبډلې په ګټه ترسره کړ؛ څرنګه چې له دې ګول سره داسې ښکاره شوه چې لوبه په ټوله‎ییزه توګه د یو منظم تېښتې او تعقیب جریان انځور درلود مګر بلاخره د ۳ – ۲ پایلې سره پای ته ورسېدل.

ولي کمالپوري او هدایت الله قریشي د سپین‎غر بازان، او همدارنګه، جمیل نجرابي، نوید افغان او حاجي رشاد فروتن د اباسین څپې له لوبډلې څخه ژړ کارټونه ترلاسه کړل. د اباسین څپې ۵۵ سلنه لوبه په واک کې درلودل. عبیدالله افضلي د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړ.

په دې توګه، د اباسین څپې هم د الف ډلې څخه درې امتیازونه په خپل نامه ثبت کړل.

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague)  څخه لیدنه وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.