شاهین‎آسمایي، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتلولۍ سرلیک ګټونکې لوبډله د آسیا کلوبونو ۲۰۱۷ کال سیالیو کې ګډون کوي چې د جنوري میاشتې څخه پیلېږي. د شاهین ګډون د افغانستانستان فوټبال فډراسیون له‎خوا تاييد شوی. 

د آسیا کلوبونو جام یو نړیواله جام دی چې هر کال په لاره اچول کېږي او د سیمې فوټبالي کلوبونه د سیالۍ په موخه راغونډوي چې ټول د آسیا فوټبال کنفډراسیون غړي دي. 

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان روشن غوره لیګ څخه یوه لوبډله په داسې ټورنمنټ کې ګډون مومي. دا سیالۍ په پراخه کچه د افغانستان فوټبال مینه‎والو له‎خوا ستایل شوې ده. د افغانستان فوټبال فډراسیون له‎خوا وړاندې شوي معلوماتو پر اساس، شاهین په خپل لومړني تګ راتګ سیالیو کې د تاجیکستان له کلوبونو څخه «خوسیلوت» لوبډلې پر وړاندې میدان ته ځي. ټاکل شوې چې د دې دوو لوبډلو تګ راتګ لوبې په ترتیب د سږ کال د سلواغې په ۱۲ او ۱۹ ڼېټې په لاره واچول شي. که څه هم، د شاهین لوبډلې د کوربه‎توب په اړه زیات جزییات نه دي وړاندې شوي مګر د افغانستان فوټبال فډراسیون هڅه کوي چې دا سیالۍ د شاهین په میدان کې په لاره واچوي. 

د آسیا کلوبونو ۲۰۱۷ کال جام، دوه حذفي پړاوونه لري. که شاهین په لومړي حذفي پړاو کې ګټونکې شي، په بل پړاو کې د قرقیزستان او ترکمنستان استازو پر وړاندې ځي. 

شاهین آسمایي، د پلازمېنې کابل استازې ده، او د افغانستان روشن غوره لیګ په ټولو څپرکو کې یې غوره لاسته‎راوړنې درلودې. شاهین په ۱۳۹۵ کال کې د خپل اتلولۍ سره وکولای شو د دریم ځل لپاره خپل نوم د دې لیګ د اتلولۍ پر جام حک کړي. 

د دې سیالیو بشپړ ویډیو کلیپونه او همدارنګه غوره او په زړه‎پورې حساسې شېبې د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague کې د لاسرسۍ وړ دي. د پنځم څپرکې انځورونو نندارې لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه   afghanpremierleague.officialتعقیب کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ.